له دې وروسته ټوېټر کې خپل پوسټ اېډټ کولای شئ

د ټولنیزو رسنیو مخکښ ادرس ټوېټر اعلان وکړ چې له دې وروسته د ټوېټر کاروونکي کولای شي خپل کړي پوسټ کې تغیرات راولي او اېډټ یې کړي.

ټوېټر کمپني تېره ورځ په یوه خپور کړي بیان کې وویل چې د خپلو کاروونکو د همکاري په موخه یې دا اقدام کړی دی.

د ټوېټر بیان دغه راز زیاتوي چې د دې ادرس ادارې په خپل چوکاټ کې داسې یو اپشن را منځ ته کړ چې له مخې به یې د هغو تصویرونو او لیکنو ارزونه کېږي چې که د دوی له قانون سره په ټکر کې و، نه به پورته کېږي او که نشر کړل شوي وي بېرته به پاکېږي.

دا ادرس په سراحت سره وایي چې هېڅ کله به له دې ادرسه وګړي د نورو په تخریب کې بریالي نه شي او په دې توګه به دوی له اصولو سرغړونه ونه شي کولی.

د ټوېټر دا تازه اعلان داسې مهال دی چې تېر ۲۰۲۰ کال کې د ټوېټر په ځینو فعالیتونو انتقادونه کېدل.

دغې ادارې زیاته کړې چې د کاروونکو د غوښتنو او انتقادونو سره سم یې اقدامات پیل کړي وو او اوس یې اعلان کړل.

د دې ترڅنګ ټوېتر د خلکو د انتقادونو په لړ کې د نړۍ د مخکښو سیاستوالو او ګڼو خلکو هغه اکونټونه هم بلاک ــ بند کړي چې د دې کمپني له اصولو یې سرغړونه کړې ده.

خو اوس تازه اعلان کې یې ویلي چې له دې وروسته به د ټوېټر له ادرسه چاته سپکاوی ونه شي او هر څه به د دوی تر کنټرول لاندې وي.

کاپي…