له ذهن څخه د خپل کور په څېر ساتنه وکړئ!

لیکنه: حمیدالله حمیدي

تاسې هر يو د دې لپاره چې په ارامۍ ویده شی او کور ته مو کوم ناپېژانده کس درنه شي، د کور دروازه او د کوټو ورونه مو ټینګوی، ځکه دا ستاسې د اوسېدو ځای او ستاسې کور دی. د ذهن په اړه مو هم باید داسې یوه تګلاره ولری. دا زما ذهن، دا زما استوګنځی دی. زه نه غواړم چې منفي فکرونه مې ذهن ته لاره پیدا کړي. زه غواړم د خپل ذهن کنټرول په خپل واک کې واخلم. زه غواړم یوازې د ښو هیلو، بریا او خوښۍ فکرونو ته په خپل ذهن کې ځای ورکړم.

په دې برخه کې یوه بله بېلګه هم ورکولای شو. تاسې یوه لویه او لوړ پوړیزه ودانۍ لری. فکر وکړئ د دې ودانۍ اتیا سلنه مو د نشه یي توکو قاچاق وړونکو او د نورو ناقانونه کړنو عاملینو ته په کرایه ورکړې ده او پاتې شل سلنه مو داسې کسانو ته ورکړې چې د قانون په چوکاټ کې ژوند کوي او قانون ته درناوی کوي. څه وخت وروسته قاچاق وړونکي او ملګري دا شل سلنه قانوني خلک له منځه وړي او دوی ټول واک په خپل لاس کې اخلي. دغه څه زموږ د ذهن په اړه صدق کوي.