له روژه ماتي وروسته مو د بدن د اړتیا وړ مایعات پوره کړئ!

د روژې په نیولو سره په بدن کې اوبه او انرژي کمېږي، په دغه وخت  کې وجود انرژۍ ته اړتیا لري، چې په بېړه د بدن اړتیا پوره کړي. خرما او د مېوو اوبه په دې برخه کې ګټور ثابتېدای شي. په خوړو یې د بدن د ګلوکوزو اندازه عادي حالت ته راځي او سربېره پر دې په وجود کې د معدني موادو توازن هم ساتي.

بله دا چې ډېر خواږه خوړل ښايي روغتیا ته زیانمن تمام شي، ښه دا ده چې هر څه د یوه معیار له مخې وکارول شي، داسې چې نه مو پر معده بوج راشي او نه هم په بدن کې د مایعاتو له کمښت سره مخ شی.

انتي اوکسیدونه، ویټامينونه، پوتاشیم او ځینې نور معدني مواد د بدن له اساسي اړتیاوو شمېرل کېږي. د مېوو او د هغو له اوبو په ګټې اخیستو سره کولی شو، چې د وجود روغتیايي توازن وساتو. دا چې په روژه کې د انسان په ورځنيو عادتونو لکه خوب، خوراک، څښاک او نورو کې بدلون راځي، نو دغه څه تر ډېره زموږ د ستړیا لامل ګرځي. د دې ستړیا د لرې کولو لپاره د مېوو او د هغو له اوبو څخه ګټه واخلئ.