له زړه تنګون څخه خلاصون

لیکنه:  مریم صدیقي

۱ـ په هر څه کې ځان ملامت ګڼو، په داسې حال کې چې هېڅ څه به مونږ پورې اړه نه لري.

۲ـ د خپل ځان لپاره مو خپلې ستونزې نه څرګندوو، خو داسې هېڅ زړه تنګون نه شته چې لامل ونه لري ،خو چې بیا کله کله یې انسان د اظهارولو توان هم نه لري، چې سره له د هم ورته حل لاره پیدا کول اړین دي.

۳ـ د نورو خلکو بدو چلندونو مسول ځان ګڼو.

۴ـ مونږ سره په اړیکه کې ګډو خلکو باره کې معلوات نه لرو او نه یې هم د پیژندلو کوښښ کوو، نو ځکه چې هر کله ورسره ناسته پاسته کوو فکر کوو په خپل ځان مو دا بوج ګڼو.

 

۵ـ په خپل نفس مو باور نه لرو.

۶ـ د ځان څخه د خپلو ستونزو په اړه پوښتنه نه کوو او ځان ته وخت نه ورکوو.

۷ـ ځان ته د دې قناعت نه ورکوو، چې د ټولو ستونزو لامل نه یو او نه هم یې د حل کولو مسوول یې یو.

۸ـ ورزش نه کوو، که چیرې مونږ د ورځې ورزش وکړو او دوه ځلي ژوره ساه وباسو نو په دې سره مونږ ذهني سکون پیدا کوو.

۹ـ کله چې له نورو نارامه یو نو هغوی سره مو خپله د زړه خبره باید شریکه کړو، په زړه کې اچول هېڅ ګټه نه لري، پرته له چې خپل ځان مو په ډېر خفګان وخورو.

۱۰- تل پرته له مشورې خپله قضاوت کوو، او په پای کې باید جبران یې هم باید مونږ کړو.

لیکواله: مریم صدیقي