له سپينو ويښتو څنګه ځان خلاص کړو؟!

 

ښځې او نران، ټول سپين ويښته نه خوښوي. ډېری خلک سر ټکوي چې ويښته يې بې وخته سپينېږي. د بې وخته ويښتو سپينېدو منفي اغېزه بيا دا وي چې سړي ته د کمترۍ احساس ورکوي.

ځينې وختونه بيا خلک د سپينو وښتو درملنه په مسوې کوي. معنا دا چې ږيره يا د سر ويښتان توروي. او خو ځينې کميايي مواد هم پيدا شوي چې ويښته توروي، خو د دغې لارې ستونزې هم ډېرې وي. د ويښتو تورول ډېر وخت نيسي او دغه راز ډېر لګښت هم لري. بلې خوا، دغه طريقه خپل تاوانونه هم لري. پر دې اساس، بايد د سپينو ويښتانو درملنه په طبيعي شکل وشي، تر څو لګښت يې کم او تاوان ونه لري.

نيوز هب ورځپاڼه وايي چې د دې ښه علاج دا دی چې د کچالو پوستکی ووېستل شي او بيا پوستکی واېشول شي. له اېشېدو وروسته اوبه پرېښودل شي تر څو حرارت له لاسه ورکړي او يخې شي. بيا دې پر دغو اوبو سر ووېنځل شي او تر پنځو دقيقو پورې دې پرېښودل شي.

دغه ټوټکه تر يوې اوونۍ تکرار شي، سپين ويښته به ورسره له سره ورک شي.

سرچینه:عزم پاڼه