له فتنو نه د ځان ژغورنې پنځه لارې!

حامد افغان

 

د قرانکریم له اشارو او روښانه نبوي لارښوونو نه په ډاګه معلومیږي چې روانه زمانه اخیري زمانه ده او داراز دا زمانه د ګڼ شمیر فتنو او فسادونو زمانه ده، “فتنه” داسې شی ده چې د مومن ایمان او اخرت ننګوي او ګواښي نو طبعا هر مومن د خپل ایمان د ساتلو لامله له فتنو نه وېریږي او کوښښ کوي چې په فتنو کې اخته نه شي، بناءً په څو کرښو کې له فتنو نه ژغورونکې لارې چارې درته ږدم چې په عملي کولو سره یې د الله په فضل سره له هر ډول فتنو نه ځانونه ژغورلی شو.

 

۱-  قرانکریم

 

له فتنو نه ژغورونکې لومړۍ غوره او اغیزمنه لاره د قرانکریم زده کړه، په تدبر، غور او فکر سره تلاوت او په هغه عمل کول دي، مشرکینو به په رسول الله صلی الله علیه وسلم نیوکې کولې چې قران د توراة او انجیل په څیر پوره او په یوه وخت کې ولې نه ده نازل شوی، په ځواب کې له نورو خبرو سره دا جمله هم راغلې ده: { كَذَلِكَ لِنُثَبِّت بِهِ فُؤَادك. الفرقان32 }، یعني قران په درویشت کاله کې لیږ لیږ ځکه نازل شو څو په قران سره ستا زړه موږ ثابت کړو، د ایت مطلب دا شو چې قرانکریم په ایمان باندي د ثبات له پاره مؤثر ده او د چا زړه چې په ایمان ثابت وي هغه له فتنو نه هم خوندي وي.

 

۲- نبوي سیرت او د نبیانو کیسې

 

د نبیانو کیسې او په ځانګړې توګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت لوستل په ایمان باندې د ثبات او له فتنو نه د ځان ژغورلو له پاره ډېر ګټور ده، ځکه ټولو انبیاو د الله د دین له پاره ډېرې ستونزې ګاللې او په فتنو کې راګیر شوي دي خو په دې ټولو حالاتو کې هغوی په خپلو موخو او اهدافو قایم او په ایمان ثابت پاته شوې دي نو د داسې خلکو کیسې لوستل خامخا لوستوال بې اغیزې نه پریږدي. لکه الله جل جلاله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته فرمایي: د انبیاو ټولې کیسې د دې له پاره درته بیانوو چې په هغو سره ستا زړه ثابت وګرځوو . وَكُلاًّ نَّقُصُّ عَلَيْكَ مِنْ أَنبَاء الرُّسُلِ مَا نُثَبِّتُ بِهِ فُؤَادَكَ . [ سورة هود: 120 ].

 

۳- په علم عمل

 

په علم عمل کول هغه غوره لاره ده چې په برکت سره یې مومن ځان له فتنو نه خوندي ساتلی شي، لکه قرانکریم وایي: دوی ته چې کوم وعظ کیږي که چرته دوی په هغه عمل وکړي نو دا د هغوی له پاره ډېر ښه ده او د هغوی د ایمان له پاره ډېر زیات ثابت کوونکی ده. وَلَوْ أَنَّهُمْ فَعَلُوا مَا يُوعَظُونَ بِهِ لَكَانَ خَيْرًا لَهُمْ وَأَشَدَّ تَثْبِيتًا (النساء 66)،

دا ایت که څه هم په ځانکړې توګه د منافقانو په اړه راغلی ده خو د عام مفهوم او معنا له مخې د هر چا له پاره ده که هر څوک په علم عمل وکړي دا د هغه له پاره ډېر ښه ده او په دې سره هغه په ایمان ثابت پاته کیدلی شي.

 

۴- دعا

 

له فتنو نه د ځان ژغورلو څلرمه غوره لاره دعا ده، مسلمانانو ته په لمانځه کې فاتحه ویل لازمي دي او په فاتحه کې دا ایت ډېر څرګند ده: اهدنا الصراط المستقيم، موږ ته سمه لاره وښیه. نو هر وخت باید دا دعا په شعوري توګه او ویښ زړه سره وکړل شي.

 

دا راز انس رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به دا دعا ډېره کوله: ای د زړونو اړوونکيه زما زړه ستا پر دین ثابت کړه، عن أَنَسٍ رضى الله عنه قَالَ: كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم يُكْثِرُ أَنْ يَقُولَ: يَا مُقَلِّبَ الْقُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ. رواه الترمذي، برقم 2140، وأحمد، 19/ 160، برقم 12107، ومصنف بن أبي شيبة، 11/ 36، برقم 31044، وشعب الإيمان للبيهقي، 2/ 209.

 

۵- ښه ملګري

 

ښه ملګري مو ښې لارې ته رابولي، ښه ملګري مو له فتنو لیري ګرځي نو تاسو به هم په ښه لاره او له فتنو لیري وئ، ښه ملګري مو ښې خبرې کوي ښه ملګري مو په قران او نبوي حدیثو عمل کوي او تاسو به هم د ده په لاره روان وئ.

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم ته الله جل جلاله وایي: او څوک چې خپل رب سهار او ماښام بولي او د هغه رضا غواړي له هغوی سره اوسه، له دوی سترګي مه اړوه، ته د دنیا د ژوند ښایست غواړې. وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ ۖ وَلَا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا ۖ . الكهف 28.