له هکرانو سره ټوکې مه کوئ

کله کله داسې هم کېږي چې ډېرې کمې پیسې، لوی کار خراب کړي. هغه داسې چې یو هکر په متحده عربي اماراتو کې د یوه پېژندل شوي ټرېول بلاګر انسټاګرام هک کړی او کله چې یې ترې د پیسو غوښتنه وکړه، هغه و نه منله.

ډیلین ماریه وايي، د اکټوبر په نهه ویشتمه یې یو اېمېل تر لاسه کړ چې په کې یې د هغه د انسټاګرام د بېرته پرانیستو په بدل کې دوه سوه ډالر ترې غوښتي و.

دی وايي، ده د ایمیل په ځواب کې ولیکل چې دا کار نا ممکن دی، خو له دې ځواب يې لا پوره ساعت نه و، تېر شوی چې انسټاګرام یې له بېخه ډېلېټ شوی و.

دی وايي، نه پوهېږي چې دا ځیرک هکر څوک و، ځکه ده د ایمیل له تر لاسه کولو سمدلاسه وروسته خپل نوم او پټ نوم بدل کړل، مګر پایله یې سرچپه راووته.

سرخط ورځپاڼه