له واده څخه پټېدل، زلمي د خپلې تېښتې ډرامه جوړه کړې

وایي ځینې خلک واده کوي او د ځینو وادونه کیږي، له کولمبیا هېواد څخه په راغلي خبر کې که څه هم څرګنده نه ده چې د یوه کس واده کیږي او که واده کوي، خو دومره معلومه شوې چې دغه کس له واده څخه د بچ کېدو په خاطر د خپلې تېښتې ډرامه جوړه کړې ده.

د کولمبیا په یوه ښارګوټي «پتالیتو» کې د یوه ۵۵ کلن کس د یوې ځایي ښځې سره د واده نېټه ټاکل شوې وه، خو له واده څو ورځې وړاندې د دغه کس اراده بدله شوې او دوستانو ته یې د واده نه کولو په اړه ویلي دي، چې ملګرو یې دده ساتلو لپاره ډرامه جوړه کړه، خو دغه ډرامه ددوی لپاره ستر غم جوړ شو.

دوی له واده دوه ورځې وړاندې پولیسو ته زنګ وهلی چې په موټر سایکل سپرو نامعلومو وسله والو ددوی هغه دوست تښتولی دی چې دوه ورځې وروسته یې د واده نېټه ټاکل شوې ده.

ددوی د امیدونو خلاف، ځایي پولیسو د یاد کس موندلو لپاره سختې هلې ځلې پېل کړې، ددوی ناکامو هڅو پولیس دیته اړ کړل چې د کولمبیا هغه فوځ ته چې د غلو لټون لپاره ځانګړي دي خبر ورکړي.

کله چې د پولیسو سره په ګډه فوځ هم د یاد کس په موندلو کې هلې ځلې پېل کړې، او دغه عملیات ګړندي شول، نو ملګرو یې فکر کړی چې له دې وړاندې نورې ستونزي رامنځته شي باید د قانون پلي کونکو ادارو ته د حقیقت په اړه خبر ورکړي، هماغه و چې دغې ادراې ته یې خبر ورکړی.

په دروغو ډرامه جوړولو او د پولیسو وخت او وسایل په ضایع کولو ددوی پر وړاندې دعوه ثبت شوې ده، شونې ده دوی ته په دغه کار سره تر ۶ کالو د سخت بند سزا ورکول شي.

پولیسو د واده زلمي او د یادو کسانو دغه ډرامه له نورو خلکو پټه ساتلې ده، بلخوا د ناوې کورنۍ پولیسو او فوځ ته په دې خبره چې زلمی یې نه دی موندلی سخته غوصه ښکاره کړې ده.

کاپي…….