له واسلین څخه دغه ۱۰ حیرانونکې ګټې اخستلای شئ!

واسلین شاوخوا ۱۵۰ کاله وړاندې اختراع شو او ډير ژر په کورنو کې یې کارول عام او دود شول.

آیا پوهیږئ چې دغه روڼ جادويي ژیل د نورو کومو موخو لپاره کارولی شو؟ نه یواځې دا چې ستاسو غاښونه او بدن مرطوبوي بلکه نورې ګټې هم لري. که غواړې د واسلین له ۱۰ معجزو څخه خبر شئ دا مقاله ولولئ.

۱- د سر پوستکي خارښت ورکول

ځيني کسان د پوستکي وضیعت یا د نه وینځلو او یا د سم نه وینځلو له امله د سر پوستکي وچ والي څخه ځوریږي. خپل سر د په واسلین غوړ کړئ دا به تاسو سره مرسته وکړي تر څو د سرپوستکي وچوالی، خارښت او پخښو مو لمنځه لاړ شي.

۲- له غاښونو څخه دې لپ‌سټیک (لب سرین) پاکولو لپاره

که د یوې لیدنې او یا غونډې پر مهال مو پر غاښونو رنګ وي ایا د شرم احساس به ونه کړئ؟ اندیښنه مه کوئ د دې کار څخه دې مخنیوي لپاره حل لاره شته ده. مخکې له دې چې پر شونډو لپ‌سټیک ووهئ غاښونه مو پر واسلین غوړ کړي له هغه وروسته به لپ‌سټيک ستاسو په غاښونو ونه نخلي.

۳- د اور لګولو لپاره

که څه هم واسلین د سوزیدو وړ نه ده خو د اور لګیدو پر مهال کولای شي اور په لګولو کې اسانیتا رامنځته کړي. د کاټن یوه ټوټه په واسلینو کې ووهي او بیا وروته ورو واچوئ دغه کاټن تیکه او واسلین اور له ځان څخه یو ډول ګاز تولیدوي چې په اسانۍ سره نورو شیانو ته ور ورته کولای شي.

۴- د نامنظمو وریځو جوړولو لپاره

که د وریځو جوړولو لپاره د واکس وهلو وخت نه لرئ؟ اندیښنه مه کوئ! تاسو کولای شئ په کور کې د واسلین په مرسته یې جوړې کړې. تاسو کولای شي په وریځو واسلین ووهئ او له نرمولو وروسته ورته شکل ورکړئ.

۵- د نرمو او اوږدو بڼو لپاره

ډیری خلک د خپلو د بڼو اوږدوالي څخه راضي وه وي. واسلین ستاسو د بڼو د تقویت لپاره یو غوره او بې جوړې انتخاب دی. تاسو کولای شئ هره شپه خپل باڼه په واسلینو غوړ کړئ له یوې لنډې مودې څخه وروسته به خپله بدلون حس کړئ.

۶- د بدن کورني سکرپ جوړولو لپاره

که غواړې پېسې مو سپما کړې نو دلته د واسلینو څخه یوه بله ځېرکانه ګټه اخستلای شئ. واسلین له قندو او یا سمندري مالګې سره یوځای او پر خپل بدن یې ووهي.

۷- سترګو ته د شامپو تللو څخه مخنیوي لپاره

ایا کله مو چې ستر ګو ته شامپو ورځي ښه احساس نه کوئ؟ که له ځانه سره واسلین لرئ نو اندیښنه مه کوئ. خپل د وریځو شاوخوا په واسلین غوړ کړئ نو وبه وینئ چې اوبه مو له ستر کو هاخوا دیخوا ځي.

۸- د بدن خوش بوي لپاره

کله مو چې بدن خوله کوي نو د عطر بوئ ژر ورکیدو ستونزې سره مخ کېږئ. له عطرو وهلو وړاندې پر هغو ځاینو مو واسلین ووهئ چې ډیر خوله کېږي نو وبه وینئ چې د عطرو بوئ تر یوې یا دوه کاري ورځو تر پایه هم پاتې کیږي.

۹- د سپورټ پر مهال

هغه سړیان چې ډیر سپورټ کوي فوټبال کوي او یا هم نور بدني افعالیتونه تر سره کوي نو خپل بندونه دې په واسلین غوړ کړي. بدن به مو له تاسو مننه وکړي.

۱۰- په اسانې سره د غوږوالیو اچول

د غوږوالیو په اچولو سره د درد احساس کوئ نو مخکې له دې څخه مو د غوږونو سورې په واسلینو غوړ کړئ نو وبه وینئ چې سومره په اساني سره مو دا کار ترسره کېږي.