له وریو څخه د وینې تللو مخنيوی

که ستاسې د وریو څخه په خپل سر یا د غاښونو د صفا کېدو په وخت وینه ځي، نو تاسې د دغې نسخې په استعمال سره کولای شئ چې له دغه تکلیف څخه د تل له پاره ځانونه وژغورئ.

دغه تکلیف ۹۵ فیصده بالغ کسان لري، دا بکتریاوې په غاښونو حمله کوي او که چېرې په وخت یې علاج ونه شي کولای شي چې غاښونه لومړی کمزوري او بیا چینجن کړي، چې بیا دغه وخت غاښونه د صفا کولو په وخت وینه هم کوي او د دغې سره مل به د خولې څخه بد بوی هم پیدا شي.

د دغې ناروغۍ د ختمولو له پاره یو په ګیلاس ګرمو اوبو کې یوه وړه کاشوغه مالګه واچوئ او څو ځلې ورباندې هره ورځ خپل غاښونه پاک کړئ،د دې ترڅنګ خپل غاښونه د شهدو، د کوپرې او زیتون تېلو په مرسته هم پاکولای شئ ځکه دغه درې واړه هم د بکتریا ضد ښه کار کولای شي ، که چېرې مونږ خپل غاښونه پاک وساتو هېڅکله به هم د غاښونو په ناروغیو اخته نه شو او انشاالله د غاښونو د ناروغیو څخه به تل خلاص یو.