له ځان سره سوچ اوخبرې پر انسان څه اغيزه کوي؟

له ځان سره خبرې (پټ قاتل)

د هر انسان په داخل کې يو غږ وي، لکه يو څوک چې ورسره خبري کوي، همدا هغه پټ قاتل دی چې د ده څخه داسې شخصيت جوړوي چې تل به د يو وژونکي طوفان په څپو کې راګېروی او يا به هم نېکمرغه او بر يالی  انسان وئ.

کله چې ته د يو مهم کار تکل و کړې؛ نو له داخل نه درته دوه ډوله غږونه راځي، يو درته وايې چې اوس يې پرېږده او بل غږ دې همدې کار ته هڅوي؟. . . څه فکر کوي په کوم غږ کې ستا ګټه ده او تا برياليتوب ته رسوي ؟

راځی وپوښتو چې. . . کله له ځان سره غږېدلي ياست؟

موږ ټول داسې مخلوق يو چې تر څو ژوندي يو فکر او خبرې به کوو. . .

داسې وګڼه لکه ته چې له خپل مشر سره د کار پر مهال په کومه خبره خواشينی شوي او ورسره ناندريځې خبرې کوې او ته له ځان سره وايي: “دا خو ډېر بد سړی دی او زه ترې کرکه کوم”. . .

او يا داسې وګڼه چې ته له ځان سره په لوړ غږ خبرې کوې او څوک درته په دقيقه توګه زير شي  . . .  نو طبعا داسړی به فکر کوي چې ستا دماغي توازن برابر نه دی!!!

کله به داسې هم شوي وي چې ته به په خپل ژوند کې د يوې منفي تجربي سره مخ شوی يې او بيا ته يو غږ واوري، دا غږ تاته هغه تجربه راپه زړه کړې چې ته ورسره مخ شوی وي او يو ځل بيا د هماغه بد احساس سره مخ شي.

او يا دا سې منفي تجربه چې ته ورسره په ژوند کې يوازې يوځل مخ شوی يې ؛ نو داسې تجربې ته په کتنې سره شونې ده ته په راتلونکي کې د دې په اړه په يوازې فکر کولو سره هم ستونزې ومومې او که ورسره مخ شې؛ نو له وړاندې به پايلي ته زړه تنګی يې او له ځان سره به وايي: “ولي داسې پېښې ته  انتظار کوم؟ . . . ښه به داوي چې له همدا اوس نه ورته پرېشانه شم!!”

ستانه پوښتنه کوم

که ستا مشر د اونۍ په پيل کې ستاڅخه وغواړي چې د پنجشنبې په ورځ سهار نه (۹)بجې ورسره وويني؛ نو به دې څه ډول خبرې په زړه کې راګرځي؟ . . .

څرګنده ده چې په زړه کې به دې بېلا بېلې پوښتنې راګرځي: “هغه د څه له پاره زما سره ليدل غواړي؟” . . “دی زما نه څه غواړي؟” . . “څه خطايې مې کړې ده؟” . . ” آيا ما به له دندې ګوښه کړي؟” . .  دا او دېته ورته نور بېلا بېل منفي فکرونه به کوي.

څنګه پوهیږو چې د ډیپریشن په ناروغۍ اخته یو؟

نو آيا شونې نه ده چې په همدې وخت کې د دې برعکس مثبت سوچونه وکړې؟! د بېلګې په ډول: “کېدای شي دی زما ټاکلی معاش زيات کړي”؟؟

ستا په زړه کې به بېلا بېلې خبري راګرځي، بلکې دا هم شونې ده چې د خپلې دندې تر سره کولو وروسته کور ته وګرځې او خپلې مېرمنې ته د خپل مشر له خوا د دې ناڅاپه غوښتنې خبر ورکړې چې په پايله کې به همدا خبر د دواړو له پاره سر خوږی شي؛ نو ته فکر وکړه، د اونۍ په پيل کې به څه احساس کوې. . .  ستا روحيات به په معنوي ډول لوړ وي او که به ټيټ وي؟ . . .  او په دويمه ورځ به څه وي؟ . . . او بيا په ورپسې ورځ به څه وي. . .؟؟

طبعا ستا معنويات به ډېر ټيټ وي. . .  همداسې نه ده؟

بالاخره به د پنجشنې ورځ راشي، ته به د يوې ستونزې انتظار باسې او ناڅاپه  به دې مشر په ورين تندي درته ووايي: “ښه راغلاست درته وايم،  غوښتل مې نن له ټولو مخکې زه ستا د کليزي مبارکي درته ووايم!! . . . په همدې توګه به ستا ټول هغه منفي فکرونه په سيند لاهو شي چې له کومې پېښې پرته دې پر خپلو اوږو اخيستي ول.

ډيل کاريچي په خپل کتاب (منفي فکر او خپګان څه ډول درولای شو؟) کې وايي: ۹۳ سلنه پېښې داسې دي چې موږ ګومان کوو منفي اغېزي به ولري؛ خو هيڅکله داسې نه ده، او ۷ سلنه شيان داسې دي چې موږ پرې واک نشو لرلای لکه: هوا او مرګ. . .

د بشري طبيعت سره سم ډېرې داسې خبرې دې چې موږ يې له ځانونو سره کوو او بيا د منفي اغېزو توقع لرو.

په ۱۹۸۳ کې د کليفورنيا په يوه پوهنتون کې له ځان سره د خبرو په اړه يوه څېړنه وشوه چې ښوودل يې ۸۰ سلنه خبرې او سوچونه چې موږ يې له ځان سره کوو زموږ پر ضد دي او زموږ د مصلحتونو سره ټکر دي؛ نو تاسې خپله فکر وکړئ، دومره زياتي منفي اغېزي څنګه او ولې؟ . . .

اوس به زه يوه لنډه تجربه درته وښايم: چې کله هم د داسې سوچونو سره مخ شې؛ نو سمدستې هغه ټکي په ګوته کړه چې ته پرې سوچ کوې او کوښښ وکړه هغه ټکي لرې کړې چې ستا پرذهن بوج راولي.

ډېرو تجربو ښوولې ده چې ۷۵ سلنه ناروغۍ لکه: فشار، شکر او دزړه ناروغي د هغو منفي فکرونو او پرشانيو له امله پېښږي چې موږ ورسره تل لاس و ګرېوان يو.

څرنګه پخپله دنده کې پرمختګ کولای شو؟

” انسانان چې دکومو شيانو فکر کوي او خبري يې کوي هغه زياتېږي او له همدې نه کارونه جوړيږي”.

آياته پوهيږې! هغه څه دې چې تاته ستونزې راولاړوې؟ . . .

او ته څنګه کولای شې په خپله ولکه کې يې وساتې؟ او څنګه کېدلای شي هغه څه چې له ځان سره يې وايې د دې پرځا چې ستا پرضد وکارول شي ستا په ګټه تمام شي؟ . .کاپي وصیب ویب…