له ژونده د خوند اخیستو (۱۲) لارې چارې

۱. په نننۍ نړۍ او بیا بالخصوص زموږ په هېواد کې به اصلاً ښه خبر وانه ورئ، هره ورځ د وژنې، وحشت، غلاوو او شکونو خبرونه اورئ، طبیعي ده چې د دا ډول خبرونو په اورېدو سره به مو ټوله ورځ حواس ګډوډ وي او  هېڅ به هم خوند نه درکوي او نه به مو څه په وس کې وي، نو ښه ده چې هېڅ یې وانه ورئ او خپل کار وکړئ.

۲. هغه کارونه چې ستاسې ډېر وخت نیسي او کومه ګټه هم نه درته لري، همدا نن یې پرېږدئ. د بېلګې په ډول، که تاسې په ټلیفون کې له اړتیا ډېرې خبرې کوئ، دا عادت مو پرېږدئ او له اړتیا زیاتې خبرې مه کوئ. یا هم له اړتیا زیات فیسبوک مه استعمالوئ!

۳. له ژونده د خوند اخیستو په موخه کولای شئ د خپل ژوند له ملګري، کورنۍ او ملګرو سره د ښو اړیکو ساتلو او پاللو ته وخت ورکړئ. باید له داسې کسانو سره اړیکې جوړې کړئ چې هغوی مو پر ژوند مثبت اغېز وکړي او په تاسې کې د یو مثبت بدلون راوستو باعث شي.

۴. تاسې هر وخت د نورو سپارښتنو او خبرو ته غوږ یاستئ او هغوی دا خوښوي چې تاسې یې خبرې او تجربې واورئ. خو اصل خبره دا ده چې ستاسې د ټولو انتخابونو، تصمیمونو او له هغه د لاسته راغلو پایلو مسوولیت یوازې ستاسې پر غاړه دی.

نو ښه ده چې له بل هر څه مخکې پر خپل ځان، فکر، د کار پر طرز، له نورو سر په برخورد او اړیکو مو تمرکز وکړئ او د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره تر ټولو ښې لارې وټاکئ.

 

۵. انسان په طبیعي لحاظ ټولنیز پيدا شوی او په ټولنه کې ژوند کولو ته اړتیا لري، ځکه په یوازې ځان نه شي کولای چې د ژوند ټولې ستونزې حل کړي. هرڅومره چې تاسې ډېر ملګري ولرئ، په هماغه کچه به مو ستونزې ژر حل او ژوند به مو ښه پر مخ روان وي. (نوي ملګري پيدا کړئ)

 

۶. ښه ده چې هر ورځ دری هغه دلایل چې تاسې یې له امله خوشاله شوي یاست، د خپلو یاداښتونو په کتابچه کې ولیکئ او له امله یې د خدای ج شکر پر ځای کړئ. د شکر پر ځای کول ستاسې په وجود کې ښه احساس پيدا کوي او مرسته درسره کوي چې له پرون ورځې نن په ښه شکل خپل کارونه سرته ورسوئ.

 

۷. هرڅومره ډېر چې خپل مهارتونه او وړتیاوې پياوړي کړئ او پر ځان ډېر باور ولرئ، هماغومره به د نورو په پرتله د ډېرې خوشالۍ احساس کوئ. په دې اړه د ارواپوهنې په برخه کې زیاته مطالعه درسره مرسته کولای شي.

 

۸. د یوې بریا له لاسته راوړلو وروسته مو د هغه لپاره یو وړوکی جشن برابر کړئ او هغه له خپلې کورنۍ او دوستانو سره یو ځای ولمانځئ. دا په تاسې کې ښه احساس پيدا کوي او د نورو موخو تر لاسه کولو ته مو هڅوي. (خپلې بریاوې مو ولمانځئ)

 

۹. د خپل حالت د ښه کولو لپاره ښه ده چې له کوره بیرون ووځئ، له خپلو ماشومانو سره په چمن کې لوبې وکړئ، د غره سر ته وخېژئ او له هغه د ټولو ځایونو سیل وکړئ.

 

د دې لپاره چې له ژونده خوند واخلئ، باید نورو ځایونو او سیمو ته سفر وکړئ، له بېلابېلو فرهنګونو سره اشنا شئ او بالاخره د نورې نړۍ په اړه معلومات پيدا کړئ.

 

۱۰. کله چې د خپل نظر له څرګندولو وېرېږئ، مانا دا چې تاسې پر خپل ځان باور نه لرئ. د خپلو فکرونو، ایډیاوو او غوښتنو په اړه خبرې کول کېدای شي په لومړیو کې درته یوڅه سخت وي، خو وروسته بیا له دې کاره خوند اخلئ. (خپل نظر مو په جرئت سره ووايئ)

 

۱۱. د ښو احساساتو یا خاطرو لرلو او په وار وار له هغه د خوند اخیستو لپاره ښه ده چې د هغې صحنې عکسونه او ويډیوګانې له ځان سره وساتئ. کله یې چې وروسته ګورئ، بیا بیا به د هماغه شېبو احساس کوئ. (د ژوند ښې شېبې مو ثبت کړئ)

 

۱۲. هره ورځ د نوو څیزونو د زده کړې لپاره وخت ځانګړی کړئ، د نوو څیزونو په زده کولو سره به تاسې ښه احساس کوی. د خپلو ملګرو په پرتله به ډېر معلومات لری او د یوې موضوع په اړه به خپل نظر په جرئت سره څرګندولی شی.

کاپي: پښتو بهیر