له ژړا وروسته ولې له سختې سر دردۍ سره مخ کیږئ؟

کله چې یو څوک د خپلو احساساتو کنترول ونشي کړی یا له سخت حالت سره مخ شي او یا په داسې حال کې راګیر شي چې وتل یې ناممکن وي نو په ژړا سره خپل احساسات څرګندوي.

تاسې به دا حس کړې وي چې له ډیرې غمجنې ژړا وروسته مو سمدلاسه سر سخت درد کوي، مګر فکر مو کړی چې داسې ولې کیږي؟

طبي پوهان وایي چې دغه سر دردي د سټریس او فشار له امله رامنځته کیږي، هغه مهال چې مونږ د سخت خپګان احساس په ژړا سره څرګند وکړو وروسته مو سر درد کوي.

کله چې څوک خپه وي، دغه مهال له بدن څخه داسې هارمونونه خارجیږي چې له کبله یې مونږ ته ژړا راځي او سر مو درد کوي.

طبي پوهان زیاتوي، کله چې څوک د خوښۍ پرمهال یوه شېبه ژړا پېل کړي نو دا ډول حالت سره د سر درد نه رامنځته کیږي، ځکه چې د ژړا پرمهال د سردردۍ اصلي لامل ژور خپګان دی.

له سر دردۍ څخه د مخنیوي ځینې لارې:

سر دردي هر انسان بد مزاجه او په قهر کوي، دلته یې د مخنیوي ځینې نسخې وپيژنئ!

که تاسې له سختې سردردۍ سره مخ یئ نو کوښښ وکړئ په داسې خونه کې د یوې شیبې لپاره ارام پریوځئ چې ټوله تیاره وي او هیڅ رڼا ونه لري.

د سردردۍ مخنیوي لپاره د ادرک چای هم غوره نسخه ده.

له میګنیشیم څخه ډک خواړه وکړئ، په دې کې شنه سابه، ماهي، وچه میوه، کیلې او داسې نور شامل دي، دا د سردردۍ له منځه تلو لپاره غوره خواړه دي.