لومړنی مصنوعي زړه انسان ته پيوند شو

له پرمختګ څخه

 فرانسوي ډاکټرانو د يوې پرمختللې جراحي عملياتو په ترڅ کې يو مصنوعي زړه يوه ناروغ ته چې له قلبي ناروغيو کړېده ور پيوند کړ، دا زړه به تر راتلونکو ۵ کلونو پورې د يوه موقتي زړه په توګه درزېږي.

دا مصنوعي زړه چې د لاسي ساعتونو د بېټريو په ډول بېټريو باندې کار کوي بېټرۍ يې له بدن د باندې پر پوستکي لګول کېږي.

د غوا او ماشيني توکو څخه جوړ شوی زړه د پخوانيو مصنوعي زړونو برخلاف اوس د ۵ کلنو لپاره ددې سړي په بدن کې نصب شي او تر راتلونکو ۵ کلونو پورې به فرانسوي ډاکټران د عمري زړه په جوړولو کار پیل کړي، چې بيا يې وروسته له ۵ کلونو پورې په ياد سړي کې نصب کړي.

فرانسوي ډاکټرانو وويل : کله مو چې زړه ناروغ ته ورپيوند کړ له عملياتو وروسته ناروغ په ښه وضعيت کې وو، او کوم جدي مشکل یې نه درلود، خو د کارمټ اجرايوي رییس مارسيلو کانويټي وايي: موږ د لومړني مصنوعي زړه له پيوند څخه خوښ او راضی يوو، که څه هم ددې زړه د زړېدلو وخت ډېر کم دی، خو موږ د راتلونکي لپاره تياری نیسو چې ۵ کاله وروسته نوموړي ته دايمي زړه ور پیوند کړو.

دا مصنوعي زړه د اروپا د هوايي او فضايي دفاع د شرکت د فرانسوي پوهانوله خوا چې په هالنډ کې يې مرکز دی ،جوړ شوی دی، وزن یې ۹۰۰ ګرامه دی چې د يوه عادي زړه دری برابره دروند دی، ددې زړه عضلات منقبض کېدلای شي او د داسې حس ګرونو درلودونکی دی چې د وينې جريان د انسان د بدن د حرکت په نظر کې نيولو سره پمپ کوي.

ددې زړه په داخل کې هغه برخې چې د انسان له بدن سره بايد ونښلول شي د غوا د زړه له ځينو کوچنيو برخو څخه جوړې دي ، ځکه چې داسې ګومان کېده، چې د مصنوعي موادو نښلول به له انساني رګونو سره د وينې د لخته کېدو لامل شي.

دا مصنوعي زړه به د هغو زرګونو کسانو لپاره چې د زړه د ناروغي له امله کړېږي په راتلونکې کې مرسته وکړي، چې له خپل دې رنځ څخه په امان شي.

ياده دې وي، چې په نړۍ کې لومړی ځل د زړه دپيوند عمليات په ۱۹۶۰ لسيزه کې د سويلي افريقا د يوه ډاکټر له خوا تر سره شوي دي.