لوړ فشار وپېژنئ!

تعریف :

د شیرانی وینې د فشارهغه اندازه لوړوالي څخه عبارت دی چې د Target organ damage ( دماغ ، زړه ، پښتورګي ، رګونه ) خطر زیاتیدو موجود وي .

فشار نظرپه عمر ، جنس ، نژاد او ناروغیو ته فرق کوي .

لوړ فشار په دوه ډوله دی hypertension primary او secondary hypertension

فشاریو عامه روغتیایی ستونزا ده چې په اسانه تشخیص او تداوي کیږی که چیري تداوي نه شي په ډیرو پیښوکې د ځینی وژنکی اخطلاتاتو سبب ګرځي .

یو شکمن لوړ فشار باید لږ تر لږه دوه ځلې په جلا وختونو کې وکتل شي که چیري یو کاهل شخص د وینی فشار 140/90mmhg څخه لوړ شي په دی شرط چې څوځلې معاینه او د معاینې په وخت کې پوره استراحت وی نو دغه شخص په لوړ فشار باندې اخته دی

لوړ فشار د عمر په زیاتیدو سره زیاتیږي .

د لوړ فشار طبقه بندې

۱ – غیرثابته لوړ فشار : په دې حالت کې د وینې فشار اکثرآ نارمل وي خو کله کله لوړ فشار سرحد ته ځي

۲ : دوامداره لوړفشار : په دې حالت کې دوامداره د وینې فشار لوړ وي

۳ : خبیث لوړ فشار : په دی حالت کې د وینې فشار 200 / 140 mmhg څخه لوړ وي

۴ : accelerated لوړ فشار : که چیري د وینې فشار پخوانی لوړي اندازي څخه ناڅاپه نور هم لوړ شي

۵ : بحراني لوړ فشار : په دی حالت کې د زړه او رګونو د ستونځو سره یو ځاي وي

۶ : د سپني چپنې لوړ فشار : په دي حالت کې د وینې فشار ډاکټر ته په مراجعی په وخت کې لوړیږی د سترس له کبله

د لوړ فشار په پتوجنیزیس کې بیلابیل فکتورونه رول لری

۱ : ارثیت

۲: محیطی فکتورونه ( د مالګې زیات استعمال ، چاغوالی ، دنده ، الکول

۳: سمپاتیک اعصابو زیاتوالی

۴ : د پښتورګو پرفیوژن کموالی ، په دوران کې د کتیکولامینونو شتون ، هایپوکلیمیا

تشدیونکی فکتورونه : چاغوالي ، سودیم اخیستل ، الکول ، سګرټ ، ورزش نه کول او د خولې لاري contraceptive استعمال

معاینات : د ادرار ټیسټ ، د شکر ټیسټ ، یوریا ، سیروم سودیم ، پوتاشیم ، کرسټینین ، کولیسترول ، ترایکلیسرایډ ، د سینی عکس او د زړه ګراف

د ناروغ پوهاوی : ناروغ ته ووایاست چې لوړ فشار یو غیر عارضی ناروغی ده که کنترول نشی خطرناکه تمامیږی سردرد رامنځته کوی

د لوړ فشار اړونده اعراض

سر درد ، ګنګسیت ، د زړه تکان ، ژرستړی کیدل او جنسی کمزورتیا ، د پزې څخه وینه راتک ، ضعیفی ، د ټټرانجینا ، د دید کمزورتیا زیاته خوله څخه کیله مند وي

درملنه

هغه ناروغان چې فشار یی 160 / 90 mmhg وی یا لوړ وي درملنې ته کاندیدان دی

د ژوند بدلول په واسطه درملنه

کمه مالګه استعال ، د غوړو کم استعمال ، تشویش کمول ، کالورې کم استعمال ، وزن کمول ، ورزش کول

د دوا په واسطه درملنه

Diuretic ( 20 – 40 mg furosemide )

Beta blocker ( 50 – 100 mg atenolol )

A . C . E ( 25 – 50 mg captopril )

Copy