لوکس اوسېدل مو په ژوند کې څومره مهم دي؟

امیرشاه یاد

په دې لیکنه کې به ولولئ، چې لوکس اوسېدل مو په ورځنیو چارو کې پر ژوند څومره اغېز لري او لوکس اوسېدل راسره هدف ته تر رسېدو یا بریالي کېدو کې څومره مرسته کوي.

دا باید ومنو چې لوکس اوسېدل مو د ژوندانه په بریاوو کې مستقیم رول لوبوي.

لوکس اوسېدل مو ذهني ټينشن یا فشار په راکمولو کې هم بشپړ نقش لري.

که لوکس واوسو په هر مجلس او ناسته کې به د نورو د پام وړ ګرځو

د لوکس انسان له شخصیته نور خلک ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر اغېزمن کبږي.

لوکس اوسېدل انسان ته د خبرو او د دریځ پر سر وینا کولو پر محال جرأت او ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ وربښي.

لوکس اوسېدل مو د ژوند له خونده خبروي.

که لوکس ووسو یو څوک ‌‌‌‌‌‌به ډېر ژر زړه ښه کړي،چې د ژوند ملګرتیا راسره پر مخ یوسي؛ ځکه چې هر څوک غواړي د لوکس ژوند او لوکس کور دپاره لوکس ملګری پېدا کړي او دا د انسان په فطرت کې نغښتې ده چې لوکس ژوند ولري، نو ویلو شو چې انسان ته دژوند په هره برخه کې لوکس اوسېدل اړین دي،ان د سپورت او خوب کالیو نه رانیولې د پوهنتون تر درسونو، کاري چاپيریال او تر دفتره پورې.

که لوکس نه وو د هرچا له پامه به لوېدلي یوو

او که لوکس ونه ووسو هیڅوک به دکار راسپارلو زړه ښه نه کړي او ان په انټرویو کې به مو د بریا چانس د صفر سلنې (فصد)په اندازه راټيټ او کم وي.

کاپي…