ماشومانو ته د لمانځه د تربيت مرحلې

مولوی محبوب شاه ساجد

لومړۍ مرحله:

اولادونه د خپلو والدينو د اعمالو او اقوالو تقليد کوي، کله چې مور لمونځ کوي، پلار په کور کې نفلي لمونځ کوي اولادونه يې تقليد کوي، په ظاهري بڼه د لمانځه د احکامو سره بلدتيا مومي.

دوهمه مرحله:

په لمانځه باندې د ماشومانو عادت کول، له اوه کلنۍ څخه شروع کېږي د اوه کلنۍ عمر په تعليم او تمرين د عادت کولو عمر دی.

کله چې اولادونه اوه کلنۍ ته ورسيږي هغوی ته به د نجاست څخه د پاکولو، اودس او د لمانځه د احکامو لکه: فرض، واجب، سنت، د لمانځه د اداء کولو طريقه ور زده کړي او هغوی ته به په همدې سن کې د لمانځه د اداء کولو حکم وکړي.

رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «مروا أبناءكم‌ بالصلاة‌ لسبع‌ » (مسند أحمد).

ژباړه: خپلو اولادونو ته مو په اوه کلنۍ کې په لمانځه امر وکړئ.

مګر په دې مرحله کې د لمانځه د اداء کولو په زده کړه کې دقت پکار دی، ځکه که يو ځل په ناقص لمونځ کولو عادت سي نو بيا يې اصلاح مشکله ده. بايد د لمانځه خارجي  شرطونو، داخلي ارکانو او احکامو ته پوره متوجه شي او د لمونځ په اداء کولو کې ټول ارکان په ښه شان زده کړي لکه: قيام، رکوع، سجده، قعده او په ټولو ارکانو کې اطمنان خشوع او خضوع کول.

دريمه مرحله:

کله چې اولادونه لس کلنۍ ته ورسيږي هغوی به د لمانځه پوره پابندي کوي، که چېرې په لمانځه کې سستي او غفلت کوي نو اسلامي شريعت د تأديب حکم کړی دی دا ځکه چې لمونځ په دين کې زيات اهميت لري، د لمانځه ترک د دنيا او آخرت تباهي ده.

نو والدين به هغوی ته د غفلت په صورت کې بدني تأديب ورکوي په دې نيت چې اصلاح او د لمانځه اهميت ته متوجه سي، داسې وهل چې نيت یې یوازې تأديب وي ظالمانه او سخت نه وي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي «مروا أبناءكم‌ بالصلاة‌ لسبع‌ واضربوهم ‌عليها لعشر وفرقوا بينهم‌ في‌ المضاجع»  (مسند احمد)

 

ژباړه: خپلو اولادونو ته مو په اوه کلنۍ کې په لمانځه امر وکړئ، په لس کلنې د لمانځه (نه کولو په وجه) هغوی ووهئ او د هغوی خوب ځايونه جلا کړئ)

 

د ماشوم سرپرست بايد د ماشوم د لمانځه او نورو مسؤليتونو د اداء کولو لازمه څارنه وکړي او په هيڅ ډول د هغه په روزنه او څارنه کې ټنبلي و نه کړي ځکه الله جل جلاله فرمايي :[وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلاَةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا لاَ نَسْأَلُكَ رِزْقًا نَّحْنُ نَرْزُقُكَ وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوَىڅ (طه /۱۳۲).

 

ژباړه: خپلې کورنۍ ته مو په لمانځه کولو امر وکړه! او ته پخپله هم په هغه کلک اوسه، مونږ له تا نه د روزي پوښتنه نه کوو (بلکې) مونږ تا ته روزي در کوو او ښه پايله د تقوا لرونکو ده).

 

څلورمه مرحله:

ماشومان له ځانه سره جومات بېول:

د دين کمال د لمانځه کمال دی او د لمانځه کمال او پوره والی په جماعت سره د لمانځه اداء کول دي، ماشوم ته د جماعت د لمانځه فضيلت او ګټې بيانول چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

 

د جماعت د لمانځه ديني او دنيوي فائدې:

۱- په تياره کې جوماتونو ته تلونکو لپاره به د قيامت په ورځ نور وي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«بشّر المشائين في الظلم إلى المساجد بالنور التامّ يوم القيامة» (ابؤداود ، ابن ماجه ).

ژباړه : هغو کسانو ته چې په تياره کې جوماتونو ته ځي زېری ورکړئ په کامل نور سره په ورځ د قيامت (دغه جومات ته تګ به په ورځ د قيامت هغوی ته نور وګرځي)

۲- د سهار او بيګا د جماعت لمونځ اداء کول د ټولې شپې د نفلي عبادت برابر ثواب لري.

له عثمان بن عفان (رضی الله عنه ) نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايل: «من صلّى العشاء في جماعة فكأنّما قام نصف الليل، ومن صلّى الصبح في جماعة فكأنّما صلّى الليل كلّه» (مسلم ۶۵۶ )

ژباړه : څوک چه د ماسختن لمونځ په جَمع اداء کړي داسې دی لکه تر نيمې شپې يې چې لمونځونه کړي وي او څوک چې د سهار لمونځ په جَمع اداء کړي داسې دی لکه ټوله شپه يې چې په لمونځ کولو سبا کړې وي( د ماخستن او سهار لمونځ په جمع اداء کولو ثواب د ټولې شپې له نفلي عبادت سره مساوي دی)

۳- که چېرې خلک د جماعت په فضيلت پوه سي نو حتماً به ځي جومات ته که څه هم په خاپوړو سره وي.

 

او أبوهريـره (رضی الله عنه) روايت کوي چې رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي: «لو يعلمون ما في العتمة والصبح لأتوهما ولو حبواً» (متفق علِيه ) .

ژباړه: که خلک پوهيدلی چې د بيګا او سبا په لمونځ کولو کې څومره ثواب دی، دوی به جومات تللی اګر که په خاپوړو هم وای.

۴- جوماتونو ته تلونکي کسان به د قيامت په ورځ د عرش تر سيورې لاندې وي.

د بخاري شريف په يوه حديث شريف کې راغلي: اوه کسان به د قيامت په ورځ د عرش تر سيورې لاندې وي د هغه ډلې يو هم هغه کس دی چې زړه يې له جومات سره تړلی وي «وَرَجُلٌ قَلبُه مُعَلّقٌ بِاالمَسَاجِدِ » (بخاری او مسلم ).

۵- څوک چې څلويښت ورځې تکبير اولی ونيسي هغه به د دوزخ او نفاق څخه په نجات وي.

عن أَنَسِ بنِ مَالِكٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «مَنْ صَلَّى للهِ أَربَعينَ يَومَاً في جَمَاعَةٍ يُدْرِكُ التَّكْبيرَةَ الأُوَّلى كُتِبَ لَهُ بَرَاءَتَانِ: بَرَاءَةٌ مِنَ النَّارِ، وَبَرَاءَةٌ مِنَ النِّفَاقِ» ( الترمذي)

ژباړه : چا چې څلويښت ورځې په اخلاص داسې لمونځ وکړ چې تکبير اُولی ترې فوت نه شي هغه ته به دوه برائت (خلاصون  يا نجات ) ورکړ سي يو د دوزخ  څخه او بل د نفاق څخه.

۶- د جماعت لمونځ د يوازې لمانځه پنځه ويشت درجې فضيلت لري.

«صَلاةُ الْجَمِيعِ تَزِيدُ عَلَى صَلاتِهِ فِي بَيْتِهِ وَصَلاتِهِ فِي سُوقِهِ خَمْسًا وَعِشْرِينَ دَرَجَةً» (بخاری ۲۹۵ ) .

۷- جومات ته تلل د نورو مسلمانانو سره د ارتباط او محبت وسيله ده.

۸- د اخوت او اسلامي ورورولۍ قوت، ماشوم د بل هر چا څخه د جومات ملګری خوږ او ګران وي.

 

۹- جومات د الله تعالی کور دی او په جومات کې اوسېدل د الله تعالی مېلمستيا ده، نو انسان د زړه لپاره دا تر بل هر ځای څخه ښه د مراقبت ځای دی.

۱۰- ماشوم په جومات کې د لمانځه او صفونو ترتيب او تنظيم زده کوي، چې د زړونو د وحدت او يووالي سبب ګرځي.

۱۱- ماشوم د جماعت په اداء کولو کې د ټول ژوند ترتيب او تنظيم زده کوي ځکه ماشوم چې کله د لمانځه په وخت او جماعت عادت سو ټول کارونه به يې همداسې منظم وي.

۱۲- په جومات کې وعظ زده کوي او د وعظ او ارشاد آداب زده کوي.