ماشوم یا کوچني ته د مور شیدې !

د مور شیدې د کوچنې د پاره تر ټولو بهترینه غذا ده، اولاد ته باید د پیدایښت په اول ساعت یا اولو دیرشو دقیقو کی د مور شیدې ورکړل سي، د اولاد د پیدایښت څخه وروسته د اولنیو څو ورځو شيدې د کلاسټرم (Colostrum) په نامه یادیږي کم چي په زیاته اندازه پروټین او ایمینوګلوبیولین یا دفاعي پروتین لري.

 

اولاد ته تر شپږمیاشتنۍ پوري باید په خالص ډول د مور شیدې ورکړل سي مطلب داچي د ماشوم د پاره د مور شیدې مکمله غذا ده او ترشپږو میاشتو پوری باید بل هیڅ ورسره ور نه کړل سي ځکه پدې سره کوچنی د ډیرو خطرناکو ناروغیو څخه ژغورل کیږي،تر شپږو میاشتو وروسته د مور د شیدو علاوه نور خوراک هم باید ورته شروع سي.

 

دا چي کوچني ته باید په ورځ کي څوځله شیدې ورکړل سي دا د کوچني په وزن،صحت او د ماشوم په غوښتني پوري اړه لري خو البته د ۸-۱۲ ځله باید حتمي وي که شپه اوږده وي نو میندې باید د شپي راپورته سي او اولاد ته شیدې ورکړي هرځل اولاد ته شیدې ورکول باید د ۵-۱۵ دقیقو پوري وي، البته دا باید وویل سي چي میندي باید ښه او سالم خوراک وکړي او تر پخوا ۵۰۰ زیاته کلوري باید حاصله کړي،فامیل بايد د میندو خوراک او صحت ته توجه وکړي،د تشویش او خفګان څخه یی لیري وساتي.

 

تر شپږ میاشتنۍ وروسته ماشوم ته کیله،پټاټه یا کچالو،ډوډی،هګی او داسي نور ور کولای سی، خو تر یوه کال وروسته ماشوم ټول هغه څه خوړلاسي کم چی د فامیل د پاره پخیږی البته مرچک او مساله یی باید کم وي او د مور شیدې تر دوه کلنۍ پوري ورکولای سی.

 

اولاد ته د مور د شیدو ګټي:

۱- د مور شیدې هر وخت اماده او د میکروب او بکټریا څخه پاکي وي

۲- د مور شیدي په مناسب حرارت کي وي

۳- د مور شیدې د ترکیب د لحاظه د کوچني د ودي او نمو لپاره ډیري مهیمي دي ځکه داسي پروټینونه لري کم چي په اسانۍ سره هضمیږي

۴- د مور شیدې په روحي لحاظ د مور د پاره قناعت بخشه او تسلي ورکونکي دي او همدارنګه د مور او اولاد ترمینځ د ګرانښت او د رشتي د زیاتوالي سبب ګرځي.

 

۵- اولاد ته د شیدو په ورکولو سره اوکسیټوسین (Oxytocin) تولیدیږي کم چي د یوټرس یا رحم سره مرسته کوي چی خپل عادي او نارمل حالت ته راوګرځي

۶- د مور شیدې د دفاعي پروټینونو یا ایمیونوګلوبیولین (IgG) او (IgA) په درلودلو سره ماشوم د میکروبو او مرضیو څخه ساتي مثلا: ايکولای (E Coli)،کولیرا (Cholera)،هاضمي سیسټم میکروب (Gastroenteritis)،پولیو(Polio)،ټیټانوس (Tetanus)، شری (Measles) او داسی نور، د (IgA) انټي باډی د کلمو په غشاء باندی د مایکرواوګنیزم د راټولیدو مخنیوي کوي،انټي باډی کم چي د کلاسټرم او یا د مور د شیدو د لاري د اولاد بدن ته داخلیږی د کوچنی د هاضیمی سیسټم ته دا قوت ورکوي چی د هغه اوګنیزم یا ژوندیو موجوداتو مخنیوی وکړی کم چی د هاضیمی د سیسټم د لاری و بدن ته داخلیږي.

 

۷- د مور شیدې د بایفیډس فکټر (Bifidus Factor) په درلودلو سره د لکټوبسیلس (Lactobacillus) په وده کي مرسته کوي ترڅو د هاضیمی سیسټم پي ایچ (pH) کم او د بکټریا او میکروبو مخه ونیسي په خاص ډول د یسټ(Yeast) او ایکولای(E Coli)

۸- د زیات وخت لپاره اولاد ته د شیدو په ورکولو سره د حمل په واقع کیدو کی ځنډ راځي او پدی سره د اولادو ترمینځ فاصله مینځ ته راځي کم چي د مور او کوچني د صحت لپاره ډیره ضروري ده.

 

۹- د مور شیدې د لکټوفیرین (Lactoferrin) په درلودلو سره د بکټریاوو په خاص ډول د ایکولای (E Coli) بکټریا د ودي او نمو مخنیوی کوی ځکه لکټوفیرین بکټیریا د اوسپنی (Iron) څخه بي برخي کوي کم چی د بکټیریا د ودی او نمو لپاره ضروری ده.

 

۱۰- د مور د شیدو سره الرجی یا حساسیت په حد اقل کي حسابیږی

۱۱- د سیني یا تیانو سرطان په هغه ښځو کي کم دی کم چي و اولاد ته خپلي شیدې ورکوي.

 

۱۲- د تنفسي سیسټم او هاضیمي سیسټم مریضۍ او مرګ ژوبله په هغه کوچنیانو کي ډیره کمه ده کم چي د مور شیدې خوری او ددي ماشومانو دفاعي قوت د (Hemophilus Influenza type b) په مقابل کی ډیر فعال وي.

 

۱۳- د مور شیدې د هغه کوچنیانو لپاره چي د حمل په پوره موده کي زیږیدلي وي د اوسپني (Iron) يوه ښه منبع ده چي تر شپږو میاشتو ورته کفایت کوي، د مور د شیدو اوسپنه د نورو حیواناتو د شیدو په نسبت ژر هضیمږي.

 

۱۴- د مور شیدې په کافي اندازه ویټامین سی (Vitamin C) لري البته د مور خوراک باید برابر وی

۱۵- د مور شیدې په هغه کوچنیانو کي چي د حمل د مودي څخه مخکي زیږیدلي وی د هاهضیمی سیسټم د ناروغی (Necrotizing Enterocolitis) د واقع کیدو په کموالي کي مهم رول لري.

فارمسیسټ: ضیاألحق