مالګه او لیمو څرنګه ژېړ غاښونه سپینولی شي؟

د غاښونو سپینولو او پاکو ساتلو لپاره په عام ډول مسواک او یا د غاښونو کیمیاوي کریم استعمالیږي، خو ددې سره که له کورنۍ نسخو څخه کار واخیستل شي ګټه به یې څو چنده وي.

د غاښونو سپینوالی د انسان شخصیت لا ښه کولو ته څلور ستوري لګوي او خندا مو څلکېدونکې کوي، خو ددې لپاره باید پخوانۍ نسخه د لیمو اوبه او د مالګې استعمال وکړئ.

په عام ډول غاښونه د بېلا بېلو خوراکونو او ګازي څښاک له کبله خرابېږي، جنک فوډ، ګازي څښاک، سګریټ او نسوار او د غاښونو پاکوالي پاملرنه نه کول د غاښونو د ژیړوالي اصلي لامل دی، که دا ترک کړل شي تر ډېره به مو غاښونه له ناروغیو ژغورل شوي وي.

د لیمو اوبه او مالګې ګډولو سره مو غاښونه سپینیږي او هم مو ورسره په غاښونو کې دننه چټلي راوځي، اصل کې لیمو په غاښونو سپینولو او ژېړ داغ له منځه وړلو او مالګه د چټلۍ له منځه وړلو کې مرسته کوي.

ددې د استعمال لپاره یو کاشوغه بحري مالګه (دغه مالګه د بحري اوبو تبخیر څخه جوړیږي) او دوه کاشوغې د لیمو اوبه راواخلئ، ګډ یې کړئ او بیا یې د غاښونو کریم په څېر استعمال کړئ، بیا مو د معمول په څېر غاښونه برش کړئ، دغه کار اوونۍ کې دوه وار تکرار کړئ.

د غاښونو غوره ساتلو لپاره باید له سګریټ، نسوارو یا بلې نشې، پر غاښونو د سختو څیزونو ماتول، نوکان په غاښونو خوړل، انرژي او یا نور ګازي څښاک استعمالول، له خوارک وروسته په غاښونو کې لرګي وهلو څخه ځان وژغورل شي، همدا ډول د غذا کموالی هم د غاښونو خرابوالي لامل کیږي.