مخکې له خوبه د دې شیانو د خوړلو څخه ډډه وکړئ!

د طبعي ماهرینو په وینا د خوب څخه  دوه ساعته مخکې باید څه ونه خوړل شي تر څو د هضمې سیسټم یا کوم بل جسمانې سیسټم باندې منفي اثرات مرتب نشي.

که څه هم له دې څخه انکار نشو کولای چې د شپې مخکې له خوبه اکثره افراد د یو څه خوړلو عادي وي

دا چې څوک څه ډول خواړه خوښوي دا بیا د هر فرد جدا غوښتنه ده؛ نو مخکې له خوبه له ذکر شویو خوړو څخه ډډه وکړئ، ځکه یو د بې خوبۍ سبب کېږي او بل مو سبانۍ ورځ د معدي د تکلیف بعث کېږي ـ

شپې له خوا د دې خوړو څخه ډډه وکړئ:

* سره (وریت) شوي خواړه؛

د شپې مخکې له خوبه  سره شوي غوړ لرونکي خواړه  د معدي سیستم ډېر په سستی سره هضموي چې له امله یې جسم د ویدیدلو کوښښ لپاره ډېر محنت ګالي، د یو تحقیق له مخې که چیرته مونږ د معدي سیسټم د خوب په دوران کې خرابول نه غواړو نو له سره کړیو شیانو له خوړو دې ډډه وکړو.

* توند، تراخه شیان؛

توند یا مرچ مصالحه لرونکي خواړه  مخکې له خوبه خوړل؛ معده پريښانه کوي او په سینه کې د سوزش خطر لوړوي ، چې له امله یې خوب ګډ وډ او ناممکنه کېږي، مګر د دې تر څنګ یاد خواړه په جسم کې د هسټامین په نوم کیمایي مادي د خاریجېدلو باعث کېږي، چې په نتیجه کې یې د جسم ویدیدل ستونزمنېږي، دا چې د خرابه خوب نتیجه څه کیدلی شي د دې ویلو ته به ضرورت وي.

*چاکلیټ:

په چاکلیټو کې موجوده کیفین (یو ډول نشه آوره ماده ده، کیمیکل) له مغزو څخه خوب تښتوي.

*کافي:

په کافي کې هم نسبت چاکلیټو ته ډېر کیفین موجود دي چې مخکې له خوبه څښل  یې تاسو تر ډېره اړخونه بدلولو ته مجبوره وي.

*اوبه:

یقیناً چې اوبه څښل د صحت لپاره ډېري ضروري،ګټوري دي،خصوصاً ډیری خلک مخکې له خوبه اوبه څکي بیا ویدیږي، ګر چې د طبعي ماهرینو په وینا ټوله ورځ د ضرورت په اندازه د اوبو څښلو مقدار کافي دی مګر زیات خلک د تندي څخه ډیری اوبه مخکې له ویدیدلو څخه څکې چې په نتیجه کې د تشناب ضرورت ورته پیدا کېږي او له درانده خوبه یې راپاڅوي او د بې خوبۍ سبب کېږي یې.

*آیسکریم:

ائس کریم او بلخصوص په کافيداره ایسکریم کې هم د  کافي په څېر کیفین موجود دي، چې په وجه یې خوب تښتي، خو بیا هم که هرو مرو یې خورئ نو حد اقل له خوب څخه دوه ساعته مخکې باید داسې خواړه وخوړل شي چې کیفین لرونکي وي.

*انرژي لرونکي معایات:

په عمومي توګه په داسې مشروباتو کې کیفین موجود وي، نو مخکې له خوبه د داسې مشروباتو د څښلو باید ډډه وشي.