مستې مو ښکلي او روغ ساتي

مستې که هر وخت وخوړل شي، ګټې یې ډېرې دي. د سهار د چایو پر ځای د مستو او نورو مېوو خوړل د دې لامل کېږي، څو د غرمې تر ډوډۍ پورې د نورې اضافي غذا له خوړلو ځان وژغورئ.

زموږ په ټولنه کې معمول دا ده چې مېوه له ډوډۍ وروسته خورو، خو طبي څېړونکو دا ثابته کړې ده، هغه کسان چې تر ډوډۍ مخکې مېوه خوري، مناسب اندام لري. د مستو خوړل په ټوله کې ګټور دي، خو که د سهار د چای پر ځای وخوړل شي، ګټه به یې دا وي چې وجود مو د ناروغیو پر وړاندې مقاومت پیدا کوي.

مستې په خپل ترکیب کې په ډېره اندازه پروټین او ویټامین (بي) لري. څېړنو ښودلې چې په یو ګیلاس مستو کې ۱۵۵ کالوري انرژي، ۱۳ ګرامه پروټین، ۱۲ ګرامه کاربوهایدريت او ۳،۸ ګرامه غوړ موجود دي. دغه راز مستې په خپل ترکیب کې په زیاته کچه کلیسم، مګنیزیم او پوټاشیم هم لري چې د بدن د ضرورت وړ موادو له ډلې څخه شمېرل کېږي. که غواړئ صاف پوستکی ولرئ او څېره مو ورځ تر بلې ښکلې شي، نو په خپلو خوړو کې مستو ته حتماً ځای ورکړی.