مطالعه څه ډول وکړو؟

ساحل اسد

که څه هم د ګټورې مطالعې لپاره بېلابېلې لارې شته او د هرچا د مطالعې میتود فرق کوي؛ خو بیا هم ځینې داسې مهم ټکي دي، چې که د مطالعې په وخت کې ورته پام وکړئ؛ نو حتمي به مو ګټوره مطالعه کړې وي.

 

۱-د شپې خوب:

د دې لپاره چې په اغېزناکه او ښه توګه مطالعه وکړو او هر هغه څه چې موږ يې مطالعه کوو بايد يو څه ترې حاصل او لاسته راوړو؛ نو موږ بايد د شپې وخته ويده او سهار وختي له خوبه پاڅېږو؛ يعنې لږ تر لږه اته ساعته خوب بايد وکړو.

 

۲: فضا او چاپيريال:

کله کله د مطالعې کولو په حالت د تلويزون راديو او فضايي شورماشور زموږ فکر له مطالعې څخه بلې خوا ته اړوي، چې په دې ډول سره موږ هېڅکله هم مطالعه نشو کولای؛ نو د ښې او اغېزمنې مطالعې لپاره موږ باید په يوه ارامه او خاموشه فضا کې مطالعه وکړو.

 

۳ـ مخکې له خوب مطالعه:

مخکې له دې چې ويده شئ مطالعه وکړئ؛ ځکه مخکې له خوب څخه مطالعه تاسې سره مرسته کوي تر څو هر هغه څه چې تاسې مخکې له خوب څخه مطالعه کړي ،ژر بېرته په ياد کې راوګرځوئ.

د نيويارک پوهنتون استاد وايي، کله چې تاسې پاڅيږئ نوي څه زده کوي او کله چې تاسې ويده کېږي، هر هغه څه چې مو مطالعه کړي هغه تصفيه کېږی او وروسته له خوب تاسې کولای شئ هغه ډير ژر په ياد کې راولئ.

 

۴- سهار کې مطالعه:

که غواړئ چې په ښه ډول سره مطالعه وکړئ نو د سها وخته پاڅېدل ا مطالعه کول يې ښه او اغېزمنه لاره ده پوهان وايي (د سهار مطالعه يعني د ټولي هفتې مطالعه)؛ ځکه سهار وختي د انسان دماغ تازه وي او کولای شي په ښه ډول سره حفظ وکړي.

 

۵- ذوق:

تل هغه کتابونه مطالعه کړئ، چې ذوق ورسره لرئ او ستاسې ذوق تاسې هڅوي تر څو ډيره مطالعه وکړئ او که چېرې برعکس تاسې هغه کتابونه ولولئ چې ذوق ورسره نلرئ؛ نو دا کارمو ورو ورو له مطالعې څخه لرې کوي.

 

۶- پر ځان باور:

مخکې له دې چې مطالعه وکړئ پر ځان بايد باور ولرئ او وايئ هېڅ هم ناشوني نه دي؛ ځکه پر ځان باور تا دې ته هڅوي، تر څو ډېر څه وکړې او پر شا نشې.

 

۷- د اوبو څښل:

هر کله چې غواړې تر ډيره وخته مطالعه وکړئ؛ نو ډيرې؛ اوبه وڅښئ ځکه د اوبو څښل تاسې بيدار ساتي.

 

۸- د بېړې يا ژر زده کړې څخه ډډه وکړئ:

هر کله چې مطالعه کوئ؛ نو بايد په ارامه دماغو سره مطالعه وکړئ، د موضوع څخه هدف واخلئ، پر موخه يي ځان پوه کړئ، له ژر ويلو څخه ډډه وکړئ؛ ځکه په بېړې او ژر ويلو سره نشئ کولای د موضوع په هدف ځان پوه کړئ.

 

۹- د اړتيا په صورت کې مرسته وغواړئ:

هر کله چې مطالعه کوئ، تاسې شايد له نويو لغتونو او نويو جملو سره مخامخ شئ، کولای شئ لغت يا جمله په نښه او بيا مرسته وغواړئ.

 

۱۰- مناسبه تغذيه اړينه ده:

د ښې او غوره مطالعې د کولو لپاره بايد په خپل وخت مناسب خواړه او په خپل وخت وخورو؛ يعنې معمولا سهار غرمه او د شپي په ترتيب سره بايد خواړه وخورو او په بيلابيلو وختونو کې د خوړو له خوړلو بايد ډډه وکړو.