موبایل مو ولې ګرمېږي؟

لیکوال : حمیدالله حمیدي

دا چې نن سبا ټول خلک له موبایل څخه ګټه اخلي، نو د موبایل ګرمېدل هم ورته په یوه لوی سرخوږي بدل شوي دي او وېره یې ور اچولې ده. تاسو ته به معلومه وي چې ځینې موبایلونه ان وچاودېدل، خو په هغه کې بیا تر ډېره ستونزه په بېټرۍ کې وه. له بېټرۍ پرته هم ځینې موبایلونه د کارولو پر مهال ګرمېږي؛ ځکه نوي موبایلونه په دننه کې د یخېدو سیسټم نه لري. د ګرمېدو یې هم ډېر لاملونه په ګوته شوي دي. لومړی دا چې تاسو اصلي چارجر نه کاروی او د موبایل بېټرۍ مو په نامنظم ډول چارجېږي. دویم لامل یې دا دی چې پر یو وخت پکې ډېر اپونه خلاص پاتې وي چې د موبایل پر پروسيسر بوج راوړي. له کچې زیات د موبایل له کامرې هغه که د عکس لپاره او یا هم د ویډیو لپاره وي، ګټه اخیستل هم موبایل ګرموي. مخامخ د لمر شعاع هم ستاسو موبایل ګرمولی شي. تاسو به ليدلي وي چې اوس په بازار کې د موبایل لپاره ډول ډول پلاستیکي پوښونه خرڅېږي. دغه پوښونه هم په ګرمه هوا کې د موبایل د ګرمېدو لامل کېږي. د دې ټولو ترڅنګ، که ستاسو موبایل ویروس ولري، پر پروسیسر یې بوج راځي او د موبایل د ګرمېدو لامل کېږي. یوه څه ته مو باید پام وي، چې که په پر له پسې ډول ستاسو موبایل ګرم شي، عمر یې یو پر دوه کمېږي.