موږ او تاسو به میاشتې مېاشتې دې کورونا ( Covid19) سره ژوند وکړو .کرونا سره ژوند کول خپل عادت وګرځوئ.

۱. راځئ چې نور و نه ډارېږو. راځئ چې بې له اړتیا ژوند ځانته ستونزمن نه کړو. راځئ چې خوشحاله اوسو او دې حقیقت سره ژوند وکړو.

۲. ویروس به په دوبي کې خپل تاثیر کم نه کړي. په برازیل او ارجنټاین کې دوبی دی ، مګر ویروس په چټکۍ سره خپریږي.

۳. تاسو نشئ کولی د کورونا ویروسونه چې مخکې له مخکې ستاسو حجرو ته ننوتی د ډیرو اوبو څښاک پواسطه له منځه ویسي بس تاسو ممکن ډیر ځله تشناب ته لاړ شئ.

۴.په مکرر ډول لاسونو پريمنځل او يو تربله ۱.۸ متره واټن مراعات کول د کورونا وایرس سره د مبارزې غوره لاره ده.

۵. که چیرته تاسو خپل کور کې د کوید ۱۹ ناروغ نلرئ دا اړینه نده چي د کورونو سطحه مو ضد عفوني موادو پواسطه سپری کړئ‌.

۵.. د کارګو کڅوړې ، پټرول پمپونه ، د پیرودلو کارتونه یا ATMs د ناروغۍ لامل نه کیږي. خپل لاسونه ومینځئ ، خپل ژوند د معمول په توګه وکړئ.

۶. کورونا د خواړو انتان ندي. دا د هوایي قطراتو پواسطه لکه زکام انفلونزا سرایت کوي. همدغه راز هوټلونو څخه راغوښتل شوي غذا پواسطه هم وایرس نه انتقالیږي. بس وړاندې تر دې چې ډوډئ وخوري لاسونه په صابون ښه پريمنځئ.

۷. سونا ( sauna) ته‌ ننوتل هغه وایرس چې پخوا حجراتو ته ننوتی ، له منځه نشی وړائ.

۸. حساسیت یا الرجی هم د بوی حس له منځه وړای شي . دا د کوویډ 19 لپاره غیر ځانګړی نښه ده.

۹. کور ته سمدستي ننوتلو سره بیړنئ اړتیا نده چې کالي وباسو او شاور واخلو . نظافت ښه دې خو نباید وسواس وکړو چې ګواکی منتن شوي یو.‌ ( paranoia).

۱۰.د کوویډ 19 ویروس په هوا کې ځوړند نه وي، دا د څاڅکو انتان دی چې نږدې اړیکې ته اړتیا لري. هوا پاکه ده ، تاسو کولی شئ په پارکونو او باغونو کې د واټن په نیولو سره وګرځئ.

۱۲. کوویډ 19 نسل یا مذهب نه پیژني ټول خلک اخته کولاي شي.

۱۳. ساده صابون استعمال بسنه کوي چې کرونا وایرس له منځه یوسی. انتی باکتریل صابون ضرور ندې. وایرس باکتریا ندې.!

۱۴. بوټانو سره وایرس نادرا کور ته داخليږي ځکه چې وایرس معمولا پرنجي ، ټوخي او یا منتن لاس پواسطه د پوزې ، سترګې یا خولې سره د تماس پواسطه انتقاليږي..

۱۵. هوټل څخه پخه ډوډئ راوړل د اندیښنې وړ ندې صرف بیا ځلې حرارت ورکړئ.

۱۵.د سرکې ، سوډا او ادرکو خوړل یا څښاک وایرس داخلیدو څخه مخنیوی نه کوي.

۱۶.د دستکشو استعمال خطرناک دې ځکه چې وایرسونه په کې راټولیږي . صرف صابون سره د لاسونو وینځل کفایت کوي.

درنښت

پوهاند داکتر ناصرخان کامه وال

ننګرهار طب پوهنځي ريس ۲۴ / ۲ / ۱۳۹۹