موږ تل تاسو ته د داسې یو څه په لټه کې یو چې ډاکټر ته له تګه پرته مو ستونزې حل شي!!

 آیا پوهیږئ چې الله جل جلاله موږ ته په طبعیت کې زموږ د ګټو لپاره ډېر داسې څه پیدا کړي دي، چې موږ یې لاهم په ګټو نه پوهیږو او یا هم ارزښت نه ورکوو؟ نن به تاسو ته د آلووېرا د ګټو په اړه له تاسو په لنډه توګه د طبي څېړونکو په حواله وروستي معلومات شریک کړم؛ هیله ده چې تر پایه یې ولولئ، لایک او شیر یې کړئ. ژباړن: نورمحمد نوري ځوان پاتې کېدل او ښایسته پوستکۍ هغه څه دي، چې په نړۍ کې یې ډېر خلک په لټه کې دي. الووېرا بوټی د پوستکي لپاره پنځه مهمې او په زړه پورې ګټې لري. ۱: د مخ یا پوستکي پراخې نښې ورک کول. ۲: د مخ دانې چې ځینې خلک یې د ځوانکو په نامه یادوي ورک کول. ۳: لمر وهلی پوستکی رغول. ۴: د حشراتو له خوا چیچلی پوستکی رغول. ۵: په پوستکي د زیات عمر له امله رامنځته شوې هر ډول نښې له منځه وړل. لارښوونه: د چایو نیمه کاشوغه د زیتونو غوړ، یوه کاشوغه د آلو وېرا سرېښتناکه مواد او یوه کاشوغه د اوربشو اوړه سره ګډ کړئ؛ پرخراب شوي پوستکي مو ومښئ او نیم ساعت وروسته مو خپل مخ په یخو اوبو پریمینځئ. که څه هم هغه پوستکی چې حشراتو چیچلی وي، په دې سره ډېر ژر رغیږي؛ خو که څوک غواړي چې پوستکی یې ځوان او روښانه شي، نو کولی شي له دغې عملیې په ورځ کې یو ځل د یوې میاشتې لپاره کار واخلي.