موږ ولې باید وه ژاړو؟

د ژړا ګټې

ولې ځینې خلک ډیر ژر ژاړي او د ځينو نورو بیا چورت هم نه وي خراب؟

ایا د ژړا کومه فزیالوژیکي یا سایکلوژیکي ګټه شته؟!

د دې پوښتنو ته د ځواب موندنې په موخه، ژړا له ټولنیز، اروايي، او دماغي (نیورو) اړخه څېړل شوی ده او داسې پایلې ترلاسه شوې، چې نه یواځې دا، چې ژړا د عمومي روغتیا لپاره ګټوره ده، بلکې د د ماغو د پیاوړتیا لپاره هم مهمه ده. ژړل د انسان د احساساتو یوه نه بېلدونکې برخه ده.

ژړا د انسان اندېښنې او پرېشاني فلټر کوي او د اضطراب په کمولو کې مرسته کوي.

څېړونکي وايي، هغه خلک چې خپله ژړا نیسي او نه ژاړي؛ دا ډول خلک په اوږده مهال کې په رواني ناروغۍ اخته کیږي.

ولې باید وژاړو؟!

دلته لیکوال د ژړا لپاره څلور دلایل وړاندې کوي:

۱:-  ژړا سټریس او پرېشاني کموي.

ژړا له اضطرابه ډک احساسات تر کنټرول لاندې راولي.

کلونه وړاندې یوه ترسره شوې څیړنه کې یادونه شوې ده، چې له احساساتو ډکې اوښکې له بې احساسه اوښکو ډېرې ګټورې دي.

هغه اوښکې چې د پیازو د سپینولو له امله تویږي، هومره ګټورې نه دي، څومره چې له درده او غمه ډکې اوښکې بهیږي.

ځینې وخت ممکن په ژړلو سره تاسې کم ښکاره شئ او شرم مو راشي؛ خو په ژړا کولو کې تاوان نشته. بس چې زړه مو ژړا ته وشو، ژړا مو ښه تش کړئ.

۲:-  ژړا ذهن پیاوړی کوي.

 

ژړا احساساتو ته غاړه وتل دي.

خپله پرېشاني او اضطراب پټول تاسې له رواني او ذهني پلوه خوري.

که ونه ژاړئ او خپله پرېشاني په زړه تېره کړئ، اټکل دي، چې په نشه يي توکو روږدي شئ.

خو که اوښکې مو توې کړې او خپلو احساساتو ته ورترغاړې وتۍ، نو ذهن به مو هم پیاوړی شي او زړه به مو هم سپک شي.

۳:-  ژړا علاج ده.

پروفیسور روګر بیکر وايي، چې ژړا یو ډول احساسات انتقالوي، چې د روحي سکون لپاره ګټور دي.

ژړا تاسې ته روحي سکون درکوي او نه مو پریږدي، چې په فزیکي او رواني لحاظ زیان ووینئ.

۴:-  ژړا اړیکې غښتلې کوي.

ژړا زموږ د ذات اصلي ښکارندویه ده.

زموږ اوښکې زموږ ټولنیز او احساساتي تړاو د نورو خلکو او دنیا سره ښيي.

د نورو په وړاندې ژړا کول، تاسې د نورو مرستې ته اړ معرفي کوي او هغوې پوهیږي، چې ستاسې احساسات نازک دي او مرستې ته اړتیا لرئ.

کله چې ډير ملګري په ګډه یو د بل لپاره ژاړي، ددوې مینه او خلوص زیاتیږي او ټولنیزې اړیکې يې غښتلې کیږي.

له علمي اړخه ثابته شوې، چې ژړا د ښه او بهتر احساس لپاره ګټوره ده. سمه ده، چې ژړا ستاسې ستونزه نشي حلولای، خو ولې حالت بدلولای شي.

ژړا سټریس کموي، دماغ قوي کوي، او اړیکې غښتلې کوي.