نارنج او ګټې یې

نارنج هغه میوه ده چې د بدن په سلامتیا کې مهم رول لري سربیره د یو شمیر ناروغیو په له منځه وړولو کې د بدن لپاره یو شمیر صحی ګټې هم لري.

نارنج پریمانه اندازه ویټامین سی لری چې د خوړو د خوند د ښه کیدو لپاره هم استعمالیږی،او د نارنج پوستکی د ډیرو ناروغیو لپاره ګټور تمامیږی، د نارنج پاڼې د هاضمې سیستم کروړلی کوی او اشتها زیاتوی، د کولمو د میکروبونو په له منځه وړولو کې مهم رول لری، همدارنګه د روحی فشار په ختمیدلو کې ډیره مرسته کوی.

د نارنج صحي ګټې:

۱ـ د سرطان مضر مرض په مخنیوی کې مرسته کوي.

۲ـ د پښتورګو د ناروغۍ څخه مخینوی کوي.

۳ـ د وینې غوړوالی یا کسټرول ختموي.

۴ـ د زړه په سلامتیا کې مهم رول لري.

۵ـ قبضیت له منځه و ړي.

۶ـ د نظر په سلامتیا کې مرسته کوي.

۷ـ د پوستکي په نارمل ساتنه کې مرسته کوي.

۸ـ د وینې فشار کنترولوي.