ناڅاپي سر ګرځېدل؛ نښې، لاملونه او د حل لارې

ایا تاسو کله هم داسې احساس کړی چې ګواکې ځینې وختونو کې درباندې ځمکه تاوه شي؟ ناڅاپي چکر یا سر ګرځېدل د روغتیا خورا عامې نښې دي، نو ددې ستونزې لاملونه څه دي؟ ایا دا ناروغي ګواښونکې ده که عادي؟ څنګه د ناڅاپي سر ګرځېدلو درملنه وشي او کله له ډاکټر سره مشوره وشي؟ تاسې ددې پوښتنو علمي ځوابونه په دې مطلب کې لوستلی شئ.

سر ګرځېدل یا چکر راتلل څه شی دی؟

سر ګرځېدل د اضطراب یا د توازن او راحت خرابوالي احساس دی، چې په حسي غړو اغیز کوي، په ځانګړي توګه په سترګو او غوږونو، خو ځینې وخت د بې هوښۍ لامل هم کیدی شي، دا ناروغي نه ده بلکې د یو ډول اضطراب او ژور خپګان نښه ده.

ناڅاپي سر ګرځېدل معمول دی او ددې تر شا اصلي لامل هم د ګواښ وړ نه دی، د سر ګرځېدلو احساس د اندیښنې وړ نه دی. په هر صورت که چیرې په تکراري ډول پرته له کوم ښکاره لامل او نښو نه د اوږدې مودې لپاره له دغسې حالت سره مخ کیږئ نو له ډاکټر سره اړیکه ونیسئ.

د ناڅاپي سر ګرځېدو نښې

د ناڅاپي سر تاوېدلو یو شمېر نښې کیدلی شي چې په لاندې ډول دي:

د توازن نشتوالی

په ځمکه د پښې کېښودلو توان نه لرل

داسې احساس کول چې شاوخوا هر څه حرکت کوي

د خپګان او ویرې احساس

د ناڅاپي سر ګرځېدو لاملونه:

ددې یو عام او مشهور لامل نیمه سر دردي ده، دغه راز د درملو کارول، شراب څښل، او د غوږ دننه ستونزې یې هم لامل کیدلی شي چیرته چې توازن تنظیمیږي.

چکر راتلل زیاتره د سر خوږۍ پایله هم وي، د سر خوږۍ او چکر راتللو اصلي لامل د ځایي بدلون فشار (BPV) دی، دا د لنډمهاله ساه لنډۍ لامل کیږي، کله چې یو څوک خپل موقعیت ژر بدل کړي، د بیلګې په ډول له ملاستي وروسته سمدستي ناسته، یا له ناستې سمدستي ولاړه.

ممکن سر ګرځېدل یا سردردي د منییر (Meniere) ناروغۍ له کبله راشي، دا په غوږ کې د مایعاتو زیاتوالي، د اوریدو حس له منځه تلو او ټينیټس لامل کیږي.

د سر ګرځېدو ځینې نور احتمالي لاملونه:

د وینې فشار ناڅاپي کمېدل

د زړه عضلاتو ناروغي

د وینې حجم کموالی

د وسپنې کمښت

د شکر کچې ټيټوالی

د غوږ انتان

وچوالی یا ډي هایډریشن

لمر وهنه او په تمرین کې افراط.

په ځینو نادرو حالتونو کې ممکن سر ګرځېدل د دماغي سکتې له کبله رامنځته کیږي.

هغه څيزونه چې د ناڅاپي سر ګرځېدو پرمهال یې ترسره کړئ:

په عام حالت کې ناڅاپي سر ګرځېدل په خپله له منځه ځي، خو ځينې شیان شتون لري چې په مرسته یې کولی شئ په سخت حالت کې د ځان ساتنه وکړئ.

تر هغې ارام کول چې د سر تاوېدل ختم شي او بیا سوکه سوکه پاڅيږئ

په احتیاط او ارام سره حرکت وکړئ

ډیر ارام وکړئ

اوبه او نور مایعات زیات وڅښئ

د کافي، سګریټ، شراب او نشه یي توکه څخه ځانونه وژغورئ.

هغه شیان چې د سر ګرځېدو پرمهال یې ترسره نه کړئ!

د ناڅاپي سر ګرځېدو پرمهال له لاندې فعالیتونو ځانونه وژغورئ:

ناڅاپي اړخ مه بدلوئ

له ناستې یا ملاستې وروسته سمدلاسه مه پاڅيږئ

داسې څه مه کوئ چې د سر ګرځېدو پرمهال خطرناک وي، لکه موټر چلول، په زینه پورته ختل او یا د دروند څيز کارول

که په تاسې ځمکه تاویږي دغه مهال مه څملئ او د خپل سر سالم ساتلو لپاره دغه مهال بالښت مه کاروئ.

کله باید له ډاکټر سره مشوره وشي؟

لکه څرنګه مو چې یادونه وکړه، ناڅاپي سر ګرځېدل په عام ډول خطرناک نه دي، مګر ځینې داسې حالتونه شتون لري چې په کې ډاکټر ته اړتیا لیدل کیږي، هغه په لاندې ډول دي:

که تاسو د زړه بدوالي یا سر ګرځېدو پرمهال ځانګړې اندیښنه لرئ، که سر ګرځېدل مو پای نه مومي او بیا بیا راګرځي، که تاسې په اوریدو کې ستونزې مومئ، که په غوږ کې مو کړنګار یا نور اوازونه وي، که مو سترګو توروالی یا خړوالی او یا نور بدلون وموند، که سخته سر دردي لرئ، که د زړه بدوالی مو سخت شي، که کانګې درځي او معده مو نشي کولی خواړه وساتي، که په لید، اوریدو یا په خبرو کولو کې ستونزه وي، که د تمرین یا ورزش نه وروسته پېښ شي، که مو عمر زیات وي، او یا که په تکراري ډول له ولاړیدو وروسته درباندې سر ګرځي. نو په پورتني حالتونو کې هرو مرو له ډاکټر سره مشوره وکړئ.

که چیرته د پرلپسې سر ګرځېدو له ستونزې کړیږئ نو له ډاکټر سره اړیکه ونیسئ. لاندې ځینې نور حالتونه هم دي چې د ډاکټر سره اړیکه نېول یې اړین دي:

د سر زخمي کېدلو پرمهال

د سر او غاړې درد

لوړه تبه او په سترګو توروالی راتلل

په اوریدو او خبرو کې ستونزې

بې حسي یا میږي کېدل

د سترګو او خولې وچوالی

بې شعوري یا بې حسي

سینه کې درد او پرلپسې کانګې کول.

ممکن دغه نښې خطرناک روغتیایي وضعیت ته اشاره کوي، ددې لپاره اړین دي چې د طبي پاملرنې لپاره له ډاکټر سره اړیکه ونېول شي.