نا اميدي مه کوئ

ژباړه: بصيرالحق عادل

ماتر لوترکینګ چې د امريکا یو نوميالی مبارز دی، د خپل خاطراتو کتابچه کې یې ليکلي:

یو وخت تر سخت روحي فشار لاندې وم، زړه مې ډېر خفه و، له زندګۍ مې زړه تور و او هيڅ کار خوند نه راکاوه.

خپلې مېرمنې دغه حالت کې ولیدم، نو زه یې پرېښودم او یو څه راڅخه ليرې شوه.

څو شېبې وروسته راغله، ټول بدن یې په تور لباس پوښلی و، کښېناسته او ډېره خفه وه.

ما په حيرانۍ ترې وپوښتل چې ولې؟

هغې وویل، ته نه پوهېږې هغه مړ شوی دی؟

– څوک مړ دی؟

– خدای

په حيرانۍ مې ترې وپوښتل دا څه وايې؟ خدای هم مړ کېږي!؟

مېرمن راته کړه، ستا د نن له حرکاتو پوه شوم چې خدای مړ دی، ارمان مې هغه خپل اميدونه دي چې لرل مې.

نوموړی لیکي، دغه وخت کې راغلم خپل زنګونونه مې قات کړل او کښېناستم.

زما مېرمن رښتیا ویل، خدای يوازې زموږ د زړه دننه مړ و.

بیا پورته شوم او له خدای مې د خپلې نا امیدۍ بخښنه وغوښته.

نو نا اميدي مه کوئ، خدای ج هيڅکله نه مري.