نسوار او زیانونه یې !

◀ نسوار یو له نشه کوونکو عملونو ډیر مروجه او زیاته استعمالیدونکې نشه ده . نسوار شنه رنګه ماده ده چې له رنګه ښه ، خو په حقیقت کې ډیر خطرناک دي . هر کال تمباکو نژدې ۶ میلیونه کسان وژني . که چیرې په دوامداره توګه ترې استفاده وشي د سرطان مرګوني ناروغۍ سره مخ کیدای شئ . له بده مرګه په دغه نشه د سپین ږیرو تر څنګ تر ډیره ځوانان قشر هم اخته دي .

◀ نسوار ډیر زیانونه لري د سر درد ، د سر ګرځیدل ، د زړه بدوالی ، معده تیزابي کیدل ، په ځینو وختونو کې غیرې ارادي خرکت ترسره کول ، د سترګو دید کمزوری کېدل ، د غاښونو ورستیدل ، د خولې ډول ډول ناروغۍ پیدا کېدل ، بې خوبي ، په ذهني توګه ستریا ، د لاسونو لاړزیدل ، د وینې فشار لوړیدل ، هډوکي سولوی ، ماغزه او د ماشوم په پیدا کولو کې د ښځو او نارینوو وړتیا کمزوري کوي . دا هغه ناروغۍ ده چې د نسوارو استعمال سره یې تاسو ځانته پیدا کولی شئ .

څنګه له نسوارو عمل څخه ځان خلاصولی شو !