نعنا او یو څو طبي ګټې يې!

نعنا چې په انګليسي ژبه کې ورته  Mintاو په علمي اصطلاح ورته Mentha spicata  ويل کیږي.

نعنا مشهور واښه ډول نبات دي چې په وچ او تازه ډول په غذا کې استعمالیږي

د نعنا طبی ګټې:

۱- د ستوني درد لپاره ګټور دی او که چیرته د چای سره وڅښل شي نو زکام ښه کوي.

۲- نعنا د معدې ګیس لپاره ښه دوا ده، اشتها برابروي .

۳- د معدې دزخمي کیدو څخه مخنیوی کوي.

۴- د پوستکي د غوړولو لپاره چې د حشراتو پواسطه تخریب شوی وي ګټه لري.

۵- د ساه بندۍ مرض لپاره دوا ده.

۶- البته که چیرته روزمره وخوړل شي، وزن کموي.

۷- هغه خلک چې نعنا لرونکي ژاولې ژوي ښه حافظه لري.

۸- نعنا د سردرد اوپریشانۍ ختموي.

کاپي…