نن سبا ولې په افغانستان کښې محرقه زیاته شوې؟

ځینې ډاکټران او عام خلک ولې هک پک دي چې اوس کومه محرقه او کومه د کرونا ناروغي ده؟ د دغه حالت ناوړه پایلې څه دي؟

محرقه او د کرونا ویروس ناروغي دواړه د تبې ناروغۍ دي او یو بل ته ورته نښې نښانې لري، خو په محرقه کښې د ګېډې درد او اسهالات یا قبضیت عام وي او په کرونا کښې تنفسي ستونزې لکه پرله پسې ټوخۍ او لنډه لنډه ساه اخیستل څرګندې نښې وي. هو، دا نښې ښايي په ځینو خلکو کښې ډېرې ملایمې او یا هم هیڅ نه لیدل کېږي چې د کلینکي لوحې پر بنسټ د ناروغي په پېژندلو کښې ستونزه رامنځته کوي. پداسې حالت کښې ډاکټران د تشخیص لپاره په لابراتواري ازموینو او نورو وسایلو تکیه کوي. خو …

په افغانستان کې د کورونا ټسټونو ته کمه لاسرسي، د دې نوې ناروغۍ سره د ځينو ډاکټرانو کمه تجربه او هم د دې ناروغۍ په وړاندې د خلکو په منځ کښې سټېګما یا بدنامي د دې لامل شوي چې دکرونا اوسنۍ ګډه وبا د محرقې په نامه وپېژندل شي.

د دې حالت یو بل لامل هم دا دی چې په افغانستان کښې د محرقې د تشخیص لپاره عامه لابراتواري ازموینه چې ارزانه او ګړندۍ نتیجه ورکوي د ټایفوډاټ ټسټ دی. دغه ازموینه په وينه کښې د ناروغي د عامل يا انټي جن په ځای د محرقې د عامل (د سلمونيلا بکټريا) په وړاندې د وجود دفاعي غبرګون يا انټي باډي (IgM او IgG) مالوموي. ستونزه دا ده چې د دې ازموينې ځیرکتیا یا حساسیت خورا کم دی او ډېر وخت هغه ناروغان چې اصلا سلمونیلا نلري، نتیجه یې په دروغو د ريښتیا ښودل کېږي. له همدې امله د روغتیا نړیواله اداره او نورې معتبرې ادارې د محرقې د تشخیص لپاره د دغه ازموینې د ترسره کولو پلوي نه کوي. په اوس وخت کښې چې په ښارونو کښې پاکو اوبو او خواړو ته لاسرسۍ او د خلکو عام پوهاوۍ د پخوا پرتله خورا ښه شویدی، د محرقې پېښي د مخکښې نه ډېرې ټیټې دي. بیا هم که یو ډاکټر په ناروغي د محرقې شک پیدا کوي، د تشخیص سیی چاره یې د وینې او یا هم غایطه موادو کلچر دی چې باید ترسره شي.

د کورونا ناروغي د محرقې په نامه پېژندل ددې لامل ګرځي چې ناروغ د اړتیا پرته د مکروب ضد قوي درملونه وکاروي. دغه ډول د مکروب ضد د درملونو عام کارول ددې لامل ګرځي چې د بکتریاوو په وړاندې دغه درملونه لوړ مقاومت را پیدا کړي چې په افغانستان کښې دا چاره لا د مخکښې نه د روغتیا په وړاندې ستره ننګونه ده. خو په لنډ وخت کښې لدې هم لویه ستونزه دا ده چې ناروغ ته د کرونا په ځای د محرقې د خپرېدو د مخنيوي سپارښتنې کېږي. ناروغ ښايي د ناپاکه لاسونو، ناپاکه اوبو، خوړو او لوښو سره پوره پام وکړي مګر د تنفسي لارې د کرونا ویروس د ناروغي د خپرېدو نه ناخبره، ممکن د کور نور غړي او شاواخوا خلک په دې ناروغۍ اخته کړي.

په ټوله کښې که ډاکټر د کرونا ټسټ ته د نه لاسرسي په صورت کښې له ناروغ نه ددې وېره لري چې ورته ووايي په تبه یې د کرونا شک لري، کم له کمه دې په اوس وخت کښې د تبې (او ټوخي) هر ناروغ ته د سملاسي ګوښې کیدو او د کرونا ویروس د خپریدا د مخنیوي ټولې سپارښتنې وکړي. دا چې که د محرقې، ملاریا او یا کومې بلې تبې شک هم ورباندې کوي، په ورته وخت کښې دې د دغه ناروغیو سيي ازموینې ترسره کړي.

د کرونا ویروس ناروغي اوس په افغانستان کښې خپره ده. دغه ناروغي نه مرګوني ده نه بدمرغه. نه یې ناروغي او نه یې هم مرګ کوم شرم دی. د ناروغي سیر په ډېرو کښې ډېر ملایم دی، خو څه چې مهم دي د حقیقت منل او د ناروغي د لیا ډېرې خپرېدا د مخنیوي لپاره د روغتیا د سپارښتنو عملي کول دي.

-خپل لاسونه له صابون سره مینځئ

-له خلکو نه د دوه متره واټن مراعات کړئ

-په عامه ځایونو کښې د ماسک نه کار واخلئ

که تبه او نورې نښې ولرئ د کور او کارځای له نورو خلکو نه په کور کښې ځان ګوښې کړئ.