نورو ته خیر رسول د انسان په روغتیا څه ډول اغیز کوي؟

له نورو سره مرسته او خیر رسول د الهي احکامو سره سم د اسلام اخلاقي اصول پرځای کول دي، دا عبادت دی او اسلام دېته ستره درجه ورکړې، ولو که دغه خیر رسول یو حیوان ته هم ولې نه وي، په دې سره الله تعالی انسان ته اجر او ثواب ورکوي.

اوس پوهانو په ساینسي توګه ثابته کړې چې د نورو سره مرسته او هر ډول خیر رسول پر انسان مثبت اغیز کوي او دوی ته ډیرې بدني/فزیکي او ذهني ګټې ورکوي.

د پټس برګ پوهنتون پوهانو له ۴۵ داسې کسانو څخه ازموینې ترسره کړي چې دوی ته د مرستې او خیر رسولو کارونه سپارل شوي وو، په لومړي سر کې ددغو کسانو رواني او فزیکي ځینې معاینې (سکین او ایم ار آی) هم ترسره شوې.

دوی له څه مودې وروسته په دغو کسانو کې وموندله چې ددوی بدني دردونه، د وینې فشار او ذهني ستومانتیا له منځه تللې او یا تر ډیرې اندازې کمه شوې ده.

له دې وروسته پوهانو له هغو عامو ۴۰۰ کسانو ازموینه ترسره کړه چې په یو نه یو ډول یې په خیریه کارونو کې برخه اخیستله، په دوی کې هم د ذهني فشار او ستومانتیا کچه کمه وموندل شوه.

د ژوند په بېلا بېلو برخو کې یو انسان د بل انسان هرو مرو محتاجه وي، له کوچنیوالي تر بوډاوالي دغه سوچ له هر انسان سره وي چې په غم یا خوشحالۍ کې به ورسره بل مرسته کوي، دغه کار ذهن او اعصابو سره تړاو لري چې په مرسته یې د انسان پر ذهن مثبت اغیز کوي.

د پوهانو د وینا سره سم د بل سره مرسته یا هر ډول خیر وررسول انسان پر ځان باوري کوي، له خپګان او ذهني فشاره یې راوباسي، همدغه لامل دی هر هغه کس چې د نورو مرسته کوي ډیر کم له ناروغۍ سره مخ کیږي.

کاپی…