نوکان بايد په څو ورځو کې پريکړل شي؟

ځواب: په شریعت کې د نوکانو پرېکول د فطرت څخه شمېرل شوي دي، په اونۍ کې یو ځل نوکان پرېکول مستحب دي، په ۱۵ ورځو کې جایز دي او تر۴۰ ورځو ځنډول مکروه دي، د نوکانو زیات پرېښودل د ګناه سبب ګرځي، له همدې کبله هغه نارینه او ښځې چي نوکان د فیشن لپاره پریږدي دا صحیح کار نه دی. (فتاوای حقانیه ټوک۲ پاڼه۴۲۰(

له حضرت جابر”رض” څخه روایت دی چې، نبي کریم وفرمایل:

-نوکان او وېښتان دې ښخ کړل شي، تر څو جادوګر ورڅخه استفاده ونکړي.

د نوکانو او وېښتانو غورځول په چټل ځای کې مکروه دي. (شمایل کبری ټوک۱-۲، پاڼه۳۳۳(

حضرت ابوعبدالله الاعز”رض” فرمایي چې، نبي کریم به د جمعې په ورځ خپل برېتونه او نوکان لنډول.

حضرت ابوهریرة”رض” روایت کوي چې، نبي کریم به د جمعې د لمانځه څخه مخکې بریتونه او نوکان لنډول.

له حضرت ام المؤمنین حضرت عایشه صدیقه رضی الله عنها څخه روایت دی چې نبي کریم وفرمایل:

-د جمعې په ورځ دې نوکان پریکړل شي؛ ځکه چې پدې سره تر راتلونکې جمعې پورې له تکلیفونو څخه ژغورل کیږۍ.

د ابن عباس”رض” څخه مرفوع روایت دی چې، د جمعې په ورځ نوکان پریکول، شفاء ده او ناروغي لرې کوي.

له حضرت جابر”رض” څخه روایت دی چې، نبي کریم وفرمایل:

-نوکان لنډوئ! دا ځکه چې د نوک او ورۍ ترمنځ شیطان ځغلي. (شمایل کبری ټوک۲، پاڼه۳۵۸-۳۷۰(

د نوکانو پرېکولو پر وخت له راسته (ښي) لوري څخه شروع وکړئ. (صحیح مسلم/بخاري(

په نوک باندې کوم څیز، مه ذبح کوئ؛ دا ځکه چې دا د حبشیانو چاړه ده. (صحیح مسلم(

پر غټونو نوکانو باندې شيطانان کښيني!

امام غزالی رحمة الله علیه وایي:

-تاسې نوکان لنډوئ؛ دا ځکه چې پر غټو نوکانو باندې شیطانان کښیني. (احیاء العلوم- ټوک۲/ پاڼه ۴۱۱(

په غاښونو نوکان پريکول، مصيبتونه راولي!

په غاښونو باندې نوکان پرېکول مکروه دي؛ دا ځکه چې په دې سره د رزق تنګي راځي، مسکیني راځي او همدارنګه د پیس د ناروغۍ سبب ګرځي. (اتحاف –ټوک۲ پاڼه۴۱۲(

غټ نوکان مکروه دي!

غټ نوکان پرېښودل سخت مکروه دي. (جامع الفتاوی ټوک۱۰، پاڼه ۳۳۹(

لیکنه : ډاکتر حنیف