نوکیا د پنځو سترګو موبايل جوړ کړ

د ځیرکو موبایلونو پخوانۍ مشهورې کمپنۍ نوکیا یو ځل بیا بازار ته نوی موبایل وړاندې کړ چې پنځه کمرې لري او په ډېر ښه کیفیت انځورونه او ويډیوګانې اخلي.

د ټکنالوژي ماهرین وايي، د نوکیا ۹ پیور ویو « Nokia 9 PureVie» په نوم نوی تولید به په بازار کې نورو کمپنیو ته ننګوونکی وي، خو زیاتوي د هر نوي تولید د کارولو په اړه خلک په بازار کې دومره مالومات نه ‌لري.

په دې موبایل کې ډېرې نوې ځانګړتیاوې هم ليدل کېږي، د شا هره کمره يې ۱۲ او د مخ کامره يې ۲۰ مېګاپيکسله ده چې هره یوه یې د ځانګړي رنګ او رڼا اړوند انځورونه اخلي.

همدا راز د دې موبایل بیه ۶۹۹ ډالره یا ۵۳۶ یورو ايښودل شوې او ښيښه يې ۵٫۹۹ انچه، رېم يې ۶ جې‌بي او حافظه يې ۱۲۸ جې‌بي ده چې چارج هم پرته له تار یا جارجره اخلي او د غوږۍ ځای پکې نه‌ شته.

نوکیا د پیور ویو په نوم دا ځیرک موبایل داسې مهال بازار ته راباسي چې د هواوې مشهورې کمپنۍ تر څنګ سمسونګ هم په پام کې لري ډېر ژر خپل نوي تولیدات بازار ته وړاندې کړي.

سرخط ورځپاڼه