نکريزې يوازې ښکلا نه ده

لیکنه: شفیع الله تاند

تاريخ ګواه دی چې ښکلا او ښايست دسړي تر ټولو لويه کمزوري او دښځې تر ټولو لوی قوت دی ښځه له خپل دغه زوره په پوره ډول خبره ده او د ډېرونې په لټه کې یې ده.

دښايسته ښکاره کيدو لپاره ښځې له پخوا راهيسې بيلا بيل کوششونه کوي چې په هغو کې يو دنکريزو کارول دي – نکريزې دسنسکرټ ژبې لفظ مندهکا MEndhika څخه اخذ شوی په عربي کې ورته (الحنا) او هندي کې(حنا) ورته ويل کيږي –هندي او مسلمانې ښځې دخپلو خوښيو او مذهبي ورځو په رارسيدو او په ځانګړي ډول يې په ودونو کې دنکريزو بازار تود وي د واده يوه ورځ مخکې ناوې په ځانګړې توګه تياريږي . دغه شپې ته د(نکريزو شپه ) او دغه رسم ته دنکريزو رسم ويل کيږي سړو کې هم د سر او ږيرې سره کولو رواج شته دجسم دګرمۍ ليرې کولو لپاره يې په تلو هم پورې کوي.

دنکريزو بوټی په هند، ايران، مصر ، فلسطين ، سوډان او پاکستان سربيره افريقا او منځنۍ اسيا په هيوادونو کې هم مونده کيږي دا د اغزنې ونې په څير اوږد بوټی دی چې قد يې ۸ تر ۱۵ فټه پورې کيږي په څانګو کې يې سپين، ګلابي، زيړ او تور رنګي غوندې ګلونه غوړيږي دنکريزو پاڼې په سيوري وچول کيږي او په جوش اوبو کې اچول کيږی.

نکريزې که دچايو له پاڼو او نکريزو تيلو کې ګډې شي نو رنګ يې نور هم راوځي.

په کيمياوي توګه جوړو شويو نکريزو کې شامل شويو ۱۲ څيزونو يو څيز یې د لاسن (Lawson) دی چې په نکريزو کې يوازې يو سلن کاريږي د کوچنيو ګلابي او سپينو ګلونو لرونکې نکريزې دخوشبو په توګه عطرو کې هم شامليږي.

دښايست مقصد لپاره دنکريزو دکارونې پیل په اړوند، پوهان بيلا بيل نظرونه لري دمورخينو په وينا د پخوا زمانې انسان چې کله دتيږو دور ته ننوت نو هغه دجسم او ويښتو رنګونې لپاره نکريزې او نورو معدنې څيزونو کارونه پيل کړه ځينې مورخين او د پخوانيو اثارو سره سم ددغه بوټي موندنه دعراق په پخواني ښار بابل په باغونو کې وشوه.

مشهور يوناني مفکر اپلاتون په ليکنو کې هم دنکريزو دبوټو يادونه ترسترګو کيږي . ويل کېږي چې د هغه يو شاګرد او بوټو دعلم پلار، تهيو فراسټس دنکريزو بوټي پخپله څارنه کې واخیستل- مصر څخه تر لاسه شوي پنځه زره کاله پخواني حنوط شوي لاشونو په نوکونو، لاسونو ،ګوتو او پښو په پوندو دنکريزو نښې موندل شوې دي- دشهزادګي حسن خاوندې دمصر قلو پطرې دخپلو ويښتو د رنګونې لپاره دغه کارولې – نکريزې نه يوازې په عبراني او يهودو کې بلکه په ټوله منځنۍ اسيا کې دتمدن په توګه خوښول کيدې په عبراني تمدن کې په واده او مهمو وختونو کې به دنکريزو کارونه کيده – په اروپا کې دنکريزو رواجولو شمله دهغو هنرمندانو په سر ده چې په ۱۸ مه پيړۍ کې په ځانګړې توګه لندن کې وکارولې-

په پخوانۍ اروپا کې به داسې خلکو ته په سپکه کتل کيدل او له کولتور او تمدن څخه ليرې ګڼل کيدل چې خپل نوکونه به يې په نکريزو نه وو سره شوي – هندوستان کې دنکريزو کارونه دمغل دور په حکومت کې وشوه – دشاه جهان محبوبه ، ملکه ممتاز هم دنکريزو کارونه کوله –

په بابيل کې دنکريزو يادونه دوه ځله راغلې ده – دهندوانو مذهبي تاريخ ته که سړی وګوري نو معلوميږي چې دهغوی يو مشر ،شيوا خپله ميرمن پاروتي دسنګارونې لپاره دنکريزو دکارونې مشوره ورکړه دهندوانو په مقدس کتاب( رګ ويد) کې دنکريزو يادونه شته – په اسلامي تاريخ کې هم ددغې يادونه دمحمد ص په حواله شته دی – پيغمبر ص به دخپل سر او ږيرې مبارکې د رنګونې لپاره کارولې – داحاديثو په مستندو کتابونو ، صحي بخاري او ابو داود کې شته دی چې يو شخص دمحمد ص خواته دسر درد اوپښو درد شکايت سره راغی نو محمد ص ورته دنکريزو لګولو مشوره ورکړه – مشهور ساينسپوه ابن سينا دنکريزو طبي ځانګړنو په اړه په تفصيل سره ليکلي دي – علامه ابن قيم پخپل يو کتاب (زاد المعاد) کې ليکلي دي چې دچيچک په ناروغۍ کې په لومړيو کې نکريزې کارول کيدی شي ديوناني طب پوهانو په وينا دنکريزو په پاڼو کې داسې اجزاء مونده کيږي چې دنم وچونې ، وينې ودرونې ، او پوستکي ناروغيو څخه دژغورنې لپاره په کار راځي- سربيره پر دې د پښو د سوزيدو په صورت کې نکريزې په اوبو کې واچوئ او په تلو يې پورې کړئ دګنجيتوب، سردرد، مرۍ تکليف او ګرمي دانو درملنه هم په دې سره کيږي- دطب په موضوع يو کتاب فارما کوپيا کوډکس کې هغه دمعدې ناروغيو ته ګټورې ښودل شوې دي- ځينې طب پوهان د بې خوبۍ په ناروغۍ اخته خلکو ته دنکريزو له پاڼو څخه ډکې تکيې يا بالښت کارولو مشوره ورکوي-

دځان ښودنې ( فيشن ) يا مود په نويو نويو مرحلو برسيره دنکريزو په بازار کې سوړوالی نه دی راغلی اوس نکريزې په بيلا بيلو ډولو سره پلورل کيږي چې له مخې يې په پښو او لاسونو دخپلې طبعې او خوښې سره نقشې جوړولی او پورې کولی شئ. دنکريزو کارونه دصحت لپاره خو هسې هم سمه ده خو اوس دنکريزو جوړوونکو پکې دژور رنګ راوړنې لپاره پکې دکيمياوي اجزاء کارونه پيل کړې ده – چې له مخې يې جلدي الرجي خارښ ، سوزش او تپ په څير شکايتونه رامنځته شوي دي سل سلنه له پاکو نکريزو پاڼو څخه تيار شوې نکريزې له د غو شکايتونو څخه خوندي دي او دهغې مضر اثرات نه وي ځکه خو د دغه راز نکريزو کارونه پکار ده يا موږ ويلی شو چې نکريزې يوازې زړه راښکون او ښکلا نه ده بلکه صحت هم لري.

ادامه لري….