نېکمرغي په مادياتو کې نه ده

لیکوال :  شمس الحق حيران

تاسو که هرڅومره پيسې ولرئ او هرڅومره پېر او پلور وکړئ، بيا به هم دا څيزونه د نېکمرغۍ د احساس له پاره بسنه ونه کړي! ماديات هېڅکله د هېچا د نېکمرغه کولو له پاره کافي نه دي.

سمه ده چې پيسې د ژوندانه اړتيا ده او لاس مو پرې سپکېږي خو واقعيت دا دی چې ژوند کې ډېرې اغېزمنې چارې شته چې د پيسو په وسيله نشي ترلاسه کېدای. ريښتيني شتمن هغه کسان نه دي چې په خپل بانکي حساب کې ډېرې پيسې لري.

د ژوند ريښتينې شتمني له ښو ملګرو او ښې کورنۍ پرته بل څه نه دي. ژوند کې کوچني څيزونه شته چې موږ خوشالوي او د نېکمرغه اوسېدلو احساس را بښي. د دې لپاره چې د هوساينې او سوکالۍ احساس وکړئ؛ خپل ذهن د مادياتو له هيلې تش کړئ. ډېر څيزونه چې فکر کوئ اړتیا ورته لرئ، اصلاً ستاسو له پاره اړين نه وي، يوازې ستاسو غوښتنې دي او نشتون يې ستاسو لپاره کومه ستونزه نه راولاړوي. هر څومره چې ستاسو مادي غوښتنې او هيلې را کمې شي، په هماغه اندازه مو خوښي ډېرېږي. د حضرت علي (کرم الله وجهه) دا وينا به مو اورېدلې وي چې فرمايي:

” قناعت ستره پانګه ده.” راځئ د پيسو ګټنې د فکر تر څنګ د ژوند پر نورو اړخونو هم سوچ وکړو او د ټینګو معنوي اړیکو پالنې ته هم بشپړ پام واړوو.