هغه اته کړنې چې هوښیار خلک یې ترسره کوي

خلک وایې چې بختور خلک له هوښیارې سره زیږي خو هر وخت دغسې نه وي، هوښیاري هم ارثي ده او هم اکتسابي، څېړونکي وایې چې د چاپیریال څرنګوالی ستاسو د مغزو په مهارت او طرز تفکر تاثیر لري، په دې لیکنه کې د هوښیارانو اته نښې درپېژنو.
لومړی ـ په خپل کار کې مصروف وي:
په اوازو او د نورو خلکو په کار او ژوند کې هوښیار خلک کار نه لري، دوی بېځایه خبرو پسې سر نه ګرځوي، هېڅکله په بې ځایه خبرو خپل وخت نه ضایع کوي، څه چې د نورو په ژوند کې واقع کېږي مداخله نه کوي، نوې څېړنې ښئي هوښیار او ځیرک خلک په تنهایي کې خوښ وي ځکه خپل کارونه په ښه ډول ترسره کوي پرته له دې چې حواس یې ګډوډ شي.

دویم ـ شوخ طبعه وي:
هغه څوک چې له کوچنۍ خبرې ټوکه جوړوي او شاوخوا خلک خندولای شي د نابغه څخه کم نه دی، په ژوند کې د ټوکو یا خوشحالي لپاره د مضمون جوړول یو ډول خلاقیت دی، ددې خبرې د اثبات لپاره یوڅو مثالونه درته وړاندې کوو: “کونان اوبرایان” امریکایي کمیډین د هوش ضریب یې 160 وو په داسې حال کې چې د عادي خلکو د هوش ضریب د 85-115 تر منځ وي، د “فیبي بوفي” د ملګرو د سریال کمیډین د هوش ضریب 154 وو.
درېیم ـ له ځان سره خبرې کوي:
آیا پوهېږئ چې انشټاین له ځان سره خبرې کولې؟
څېړونکو موندلي هغه خلک چې له ځان سره په تېز غږ او یا ورو خبرې کوي نسبت هغه خلکو ته چې ځان سره خبرې نه کوي هوش یې تېز وي.
څلورم ـ لږ لږ موسیقي اوري:
هر څوک موسیقي اوري خو هغه خلک چې په هیډفون کې او یا یوازیتوب کې موسیقي اوري د تیز هوش خاوندان دي، څېړنو ښودلې هغه خلک چې د موسیقي یوه آله یې زده وي او یا هم د موسیقي له اورېدو سره عادت وي هوش یې تېز وي، دې څېړنو ښودلې هوښیار یا د تېز هوش خاوندان خوښوي چې موسیقي له کلام پرته واورې، که تاسو هم له هغه ډله خلکو یاست چې نسبت کلماتو ته ضرب او ریتم ته ترجیح ورکوئ نو له تمې زیات د تېز هوش څښتنان یاست او یا له تمې او تصور زیات هوښیار یاست.

پنځم ـ په دقت کار کوي نه سخت کار:
د عمومي تصور خلاف هوښیار او د تېز هوش څښتنان هر وخت تحصیل او کار نه کوي بلکه په اصل کې لټ او ټنبل وي په همدې دلیل هر کار چې ورته سپارل کېږي په لنډو لارو یې ترسره کوي.
شپږم ـ هر وخت د ځواب په لټه کې وي:
د تېز ذهن څښتنان هر وخت د ځوابونو او د اسرارو د کشف په لټه کې وي، د یوې څېړنې په اساس لټون او زده کول د بارز او تېز ذهن نښه ده، زیاتره تېز ذهنه خلک زیاته مطالعه کوي او د یادداشت لپاره یوه کتابچه لري.
اووم ـ په خپلو تیروتنو اعتراف کوي:
د “جف بزوس” د امازون بنسټګر په وینا د خپلو تیروتنو منل او له هغو زده کړه کول د هوښیاري او تیز هوش نښه ده، په طبیعي ډول انسانان کوښښ کوي ځان ته حق ورکړي او د اشتباه مسئولیت ونه مني خو هوښیار خلک د بل چا احساس هم درک کولای شي او د خپلو عیبونو په لټه کې وي.

اتم ـ د ککاو چاکلیټ خوري:
د یوې څېړنې په اساس د چاکلیټو او ککاو منظم خوړل مو د مغزو فعالیت منظموي او په یو هوښیار او د تیز هوش په څښتن مو بدلوي، هغه خلک چې چاکلیټ او ککاو خوري غالباً د ښې حافظې څښتنان وي او په خبرو کې دقیق معلومات وړاندې کولای شي او همدارنګه ښه استدلال هم کولای شي.