هغه الوتکه چې ۳۵ کاله په هوا کې ورکه وه؛ څه په کې شوي ول؟

ژباړه: سمسور تلاش

د سپټمبر په څلورمه ۱۹۵۴م کال د سینتیاګو ارلین یوه ۵۱۳ الوتکه د جرمني له یوه هوایي ډګره له ۵۷ مسافرو سره برازیل پورټو الیګیر ښار ته الوتنه وکړه.

دا د اتلس ساعتونو سفر وو، خو څو ساعته وروسته د الوتکې اړیکه له هوایي ډګر سره پرې شوه، ورځې، میاشتې او کلونه تیر شول خو د الوتکې هیڅ پته ونه لګېده.

له دې څخه یو څه موده وروسته د سینتیاګو ارلین د تل لپاره بند شو، خو د یادې الوتکې د لټولو هڅې روانې وې، سره ټولو کوښښونو دوی د الوتکې هیڅ یوه نښه پیدا نه کړه.

پوره ۳۵ کاله وروسته د ۱۹۸۹  کال اکټوبر په ۱۲ مه د پورټو الیګیر په رادار کې یوه ناپېژندل شوې الوتکه راښکاره شوه چې د پورټو الیګیر Run Way طرف ته په ډېر شددت راروانه وه.

د هوایي ډګر په کنترول خونه کې ناست کسانو چې په الوتکې سنتیاګو ارلین لیکل ولیدل نو حیران شول، په دې وخت کې د سینتیاګو ارلین د بندیدلو ۳۵ کاله پوره شوي ول. په کنترول خونه کې ناستو کسانو فکر کاوه چې څنګه یوه الوتکه له 35 کاله ځنډ وروسته له سینتیاګو ارلین څخه راځي؟

خو یاده الوتکه له ۳۵ کاله سفر وروسته خپل هدف ته را ورسېده.

په کنټرول خونه کې ناستو کسانو ډیر کوښښ وکړ چې د الوتکې پیلوټ سره اړیکه ونیسي خو له ډيرو هلو ځلو وروسته هم اړیکه ونه نیول شوه.

نو دوی فیصله وکړه چې الوتکې دروازه خلاصه کړي او دننه ورشي. چې کله خلک ورننوتل هک پک پاتې شول. ګوري چې په الوتکه کې د ژوندي انسانانو پر ځای یوازې د هغوی هډوکي دي.

چې اوس هم په څوکیو کې په کمربندو تړل شوي ول.

د کنټرول خونې کسانو منډه کړه چې له پیلوټ څخه د دې پېښې په اړه پوښتنه وکړي خو ګوري چې پېلوټ هم په یو ایسکیلیټ بدل شوی او لاسونه یې د الوتکې په کنټرول هډوکي شوي وه.

له ډیرو څیړنو وروسته هم مالومه نه شوه چې دا تیر ۳۵ کاله دا الوتکه چېرې وه او څنګه راښکته شوه؟