هغه انجلۍ چې په اووه کلنۍ کې بوډۍ شوه !

ځیني وختونه داسي پیښي رامنځته کیږي چي باور پرې سخت او حتی شاید په سختۍ سره یي ومنو.

په دغه مطلب کې به هغه انجلۍ در وپېژنو چي ۸ کرته ژر له نورو څخه زړه ( بوډۍ ) شوي ، یعني کله چي ۱۰ کلنه شي څېره به یي د ۸۰ کلنې بوډۍ په شان وي !!

اشانټی الیوت سمیټ ، اووه کلنه ده او په انګلستان کې ژوند کوي ، هغه په کوچني والي کې له ژر زړښت څخه رنځېده ، خو دا یوه نادیره ژنیتکي ناروغۍ ده .

د هغې مور او پلار د دې د ناروغۍ په اړه هیڅ کله خبرې نه کوي او تل هڅه کوي د لور د پاتې ورځو له ژونده خوند واخلي ، ځکه دا انجلۍ به یوازې تر ۱۳ کلنۍ پورې ژوندۍ وي .

کله چي نور خلک اشانټي ته په ځیر ګوري دا ښایستوکې غوندي موسکۍ کیږي او وایي ، خلک ځکه راته ګوري چي ډېره ښکلي یم .

محمد انور افغان