هغه تېروتنې چې د ځیرک مبایل د استعمال پرمهال روغتیا ته سخت زیان رسوي

 

نن سبا د ځیرک مبایل استعمال تر دې اندازې زیات شوی چې مونږ یې د زیانونو په اړه هیڅ فکر او سوچ نه کوو، مګر دا زمونږ لپاره ګڼ شمېر روغتیایي ستونزې رامنځته کولی شي.

د هرې ټکنالوژي ګټو ترڅنګ ددې زیانونه هم وي، مګر د ټکنالوژي د استعمال پرمهال مونږ ځینې داسې تیروتنې کوو چې زمونږ لپاره د زیان لامل ګرځي.

د ځیرک مبایل استعمالوونکو لپاره مونږ داسې عامې تیروتنې ښيو چې زیاتره وخت ترسره کیږي او روغتیا ته زیان رسوي، خو فکر مو نه وراوړي.

له ویده کېدو وړاندې تر اوږدې مودې د مبایل استعمال

دا یوه عمومي ستونزه ګرځېدلې چې له خوب وړاندې د مبایل استعمال اړین ګرځول شوی، که څه هم مونږ ته سخت خوب راځي خو دغه مهال هرو مرو مبایل استعمالوو.

پوهان وایي چې په تیاره کې د مبایل استعمال ددې سکرین څخه وتلې شنې شعاوې بدن کې دننه راوتلي هارمون د میلاټونین وده بندوي، میلاټونین زمونږ په بدن کې د ویده کېدو او ویښیدو سیستم چلولو مسوولیت لري، همدا لامل دی کله چې دغه هارمون نه رامنځته کیږي خوب سخت اغیزمن کیږي.

ددې سربېره له مبایل څخه وتلې شنه رڼا د سترګو لید کمزوري کېدلو سربېره ددې د درد لامل هم کیږي.

د خوب پرمهال مبایل له ځان سره کیښودل

زیاتره خلک د ویده کېدو پرمهال ځیرک مبایل یا له بالخت لاندې او یا سر سره نږدې د کیښودو عادي وي، چې دا یو ستره تیروتنه ده.

ځیرک مبایل یو بریښنايي مقناطیسي لیږدوونکی او اخیستونکې آله ده، په دې معنی چې له دې څخه د رادیو څپې راوځي، که څه هم دا لا په څرګند ډول پوهانو نه ده ثابته کړې خو څیړنو ښودلې چې د رادیو څپې د انسان پر مغزو مستقیما اغیز کوي.

اړینه ده چې د خوب پرمهال مبایل له ځانه لیرې کیږدئ او یا یې بلکل د شپې لخوا بند وساتئ.

سکرین ته ټيټه غاړه کتل

د پوهانو ترمنځ دغه خبره اوس بیخي عامه شوې چې د مبایل زیات استعمال د ګوتو ستونزې (ټينوسینووټس) رامنځته کوي، له دې پرته د مبایل له استعمال څخه یوه دا ستونزه هم رامنځته کیږي کوم ته چې (texting neck) په کږه غاړه پیغام لیږل ویل کیږي.

کله چې مونږ د مبایل استعمال په کږه غاړه کوو زمونږ د غاړو په شاخونو فشار پریوزي، چې د وخت په تیریدو ډيریږي، ددې له کبله په غاړه کې د دردونو سربېره د بدن پلې هم اغیزمنې کیږي، د ځیرک مبایل استعمال پرمهال دې خبرې ته هرو مرو پام وکړئ چې غاړه مو بلکل نیغه او سیده وي.

کاپي…