هغه خلک چي په سرویښتان نلري هوښیار وي

هغه خلك چي په سر وېښته نه لري دهغو په پرتله چي وېښتان لري ډیرځیرک او هوښیاروي ،هغوی په ځان باور ترنورو ډیرلري اوداستقامت څښتنان وي،خوپکان شکیدلی سرځینې استثنا دي هغوی ډیرکمزوري وي.

دپنسلوانیاپوهنتون څیړونکې په هغو خلکو څیړنه کړې چي په سرویښتان نلري یعني دوخت په تیریدوسره توی شوې وي،نه داسي چي دکومو دانو یامرض له امله یې په سرویښتان نه وي ،بلکي دوخت په تیریدو اوکارکولوسره له سره په پرلپسې ډول تویږي.

څیړنونکي وايي چي دا ډول خلک ډیر جذاب،هوښیار اوپه خپل کاروبار کې ډیرمخکښ وي،هغوی وايي چي دوي دیوې ځېړنې له مخې معلومه کړې چي هرسرڅخه ویښته نه تویږي بلکي له ډیر جالب اوجاذب کس له سره ویښتان تویږي چي هغوی په تعلیمي اوورځني کارونو ترنورو ځالاکه ،ځیرک اواستقامتي وي.

هغوی وايي چي سرخریل هم دپرېښودلو ډیر توپیرلري ،کله چي تاسو سر وخریي نو تربیرته راشنه کیدولو تاسو ډیرجالب اوهڅاند یاست ،خوښي موهم په برخه وي.

دهمدې څیړنې درپوټ جوړنکي البرټ اي منیس لیکلي چي نور دې خلک دخپلو وېښتانو تویدلو اندېښنه نه کوي ،هغه یوه خوشبختي ښي اوهیڅ ډول نه راګرځیدونکې ده،خوډیرو بیا په هیڅ ډول ویښتان نه تویږي ،نودا خصوصیات دي کومه ناروغي نه ده اونه هم دشامپواونورو عواملو اندېښنه کول دي.

څیړونکی وايي چي سر نه ویښته لرونکي دنورو په پرتله عجیب اوغریب وي دوی ډیرهنري وي اوډيرڅه زده کوولای شي اویايې زده وي.

البرټ لیکي چي دا ډول کسان چي له سر یې وښتان تللي وي هغوی په تجارتي کارونو کې هم ترنورو ډیرپه لوړه سطحه بریالي وي اوکه وغواړي نوکولای شي چي په لوړ کچه تجارت وکړي ،څیړونکی زیاتوي چي تاسو داګومان مه ترې کوی چي موږ به هغوی خطا کړو بلکې تاسو به خطاکولای شي اویا به تاسو ته ښه قناعت درکولای شي،خودخطاکیدولو ګمان ورباندې مه کوئ ،بلکي داخلک دستائیلو وړ دي.

یاده دې وي چي روان شناسان او علم قیافه والا هم ورته خلک هوښیار ګڼي ،خوکه موقع ورته حاصله وي.

کاپي…