پښتورګي بدن کې د فلټر په توګه کار کوي چې وینه له زهرجنو او ضايعاتو څخه تصفيه کوي او مثانې ته يې استوي تر څو د تشو بولو له لارې خارجې شي. پښتورګي د لوبیا دانې شکل لري، چې د ملا تیر کیڼ او ښی اړخ ته پراته دي.
هغه څيزونه چې پښتورګي يا ګرده له منځه وړي، د ډير وخت لپاره د تشو بولو ساتل، ګازي څښاک، اوبه کمې څښل او پر يوه ځای زيات کښيناستل دي.
د پښتورګو روغتيا ته پيښېدونکي خطرونه د ځينو لاملونو له کبله رامنځته کيږي، چې د وينې فشار لوړوالی، شکر او د عمر زياتوالی يې اصلي عوامل دي. ددې سربېره د مالګې او پروټينو زيات استعمال هم په پښتورګو فشار راولي او له خطر سره يې مخ کوي.
خو خوشبختانه، تاسې کولی شئ د پښتورګو روغتيا ته په پاملرنې سره دغه خطرونه کم کړئ، او دا د ځينو خوړو له لارې ممکن دي کوم چې په لاندې ډول دي:
هوږه: هوږه يوازې زړه ته نه بلکې د پښتورګو روغتيا لپاره هم غوره خواړه دي، دا په خوراک کې د اضافي مالګې اندازه کموي.
پياز: پياز يو شمېر ويټامينونه، منرالونه او د پښتورګو لپاره ګټور د اکسيد ضد مادې لري.
کورکمن: کورکمن د التهاب او اکسيدونو څخه ډک خواړه دي، دغه راز په پراخه کچه مګنيسيم او وسپنه هم لري.
مڼه: د التهاب پر وړاندې مبارزې لپاره مڼه غوره خواړه دي، دا په پراخه کچه ويټامن سي لري او د اکسيدونو ضد دي.
ادرک: ادرک له زنک، وسپنې، فاسفورس او ميګنيسم څخه ډک خواړه دي، دا نباتي انټي بيوټيک لري چې د ناروغيو سره مبارزه کوي او د ټپونو او سکريچونو يا خراش درملنه کوي کوم چې حجرو ته زيان رسوي.
کاپي…