د میامي پوهنتون عامې سلامتیا خدمتونو سرپرستې داکتر میشل پرلمن په دې اړه وایي، د ډير قند لرونکو خوړو ډيره کارونه د وینې قند، انسولین او نورو هغه هورمونونو کې چې د مزاج او طبیت پورې اړه لري کې بدلو راولي.
دغه بدلونونه پر کورټیسول او فشار پورې اړوند کټولوژیمونو اغیز کوي لکه اپینفرین ، چې د ډير خوړولو لامل کېږي. کڅه هم ډير خوړل د ښه احساس کولو لامل کېږي خو اغیزې یې موقتي دي. دغه پورسه د غوړ او قند مصرفولو لامل کېږي چې په پایله کې یې د ډیرو خوړولو مدار په دوراني حرکت کې ساتي.
د پرلمن په وینا:« خلک د ډيرو خوړو له خوړلو وروسته د ګناه احساس کوي چې دا په خپله د خفګان او استرس رامنځته کیدو لامل کېږي.»
زمونږ مغز په ډیرې اسانۍ د ځېنو درملو او کیمیاوي موادو سره ځان عیاروي او مونږ ته یې او بدن ورسره عادي کیږي. نو له دې امله د همدې خواراکې موادو لپاره د مشابه تاثیر لرونکو موادو خوړلو ته اړتیا پیدا کېږي. نوڅېړونکې وایي د دې دوراني حرکت رامنځته کیدو څخه مخنیوی د استرس لمنځه وړلو لپاره یوه غوره لاره کیدای شي.