هغه خواړه چې له بې شمېره پروټينونو ډک دي؟

غوښه او شیدې له بېلابېلو پروټينونو نه ډک وي، خو ځينې نور داسې خواړه هم شته چې دغه پروټينونه پکې په ډېره زیاته کچه موندل کېږي او د انسان په بدن کې د پروټينونو اړتیا پوره کوي.

ډېرې داسې خلک شته دی، چې غوښه یې نه خوښېږي او په هيڅ شان به هم غوښه ونه خوري او ځيني خلک بیا داسې هم شته، چې هغوی نه شیدې څښي او نه هغه خواړه خوښوي، چې شیدې پکې استعمال شوې وي، نو د داسې خلکو لپاره بیا ځينې نور داسې خواړه هم شته، چې په خوړلو سره ترې پروټينونه ترلاسه کړي.

نو دلته له غوښې او شیدو نه پرته نور داسې خواړه اوسبزیانې درپېژنو چې له خواړلو سره یې کولای شئ په خپل بدن کې پروټين ذخیره کړئ او خپله بدني اړتیا پرې پوره کړئ.

۱- دال

په دالو کې پروتين په ډېره زیاته اندازه موندل کېږي. دال بېلابېل ډولونه لري، چې له هر ډول څخه یې بېلابېل ډوله خواړه پخېږي، البته د ټولو دالو خصوصیات یو شان دي او د انسان د بدن لپاره یو ډول ګټه لري.

۲- چڼه

په چڼو کې هم ډېر زیات پروټينونه موجود دي او دغه خواړه د پروټينونو د ذخیره کولو لپاره د انسان بدن ته ډېر ښه هم ګڼل شوي دي.

۳- ممپلي

په ممپلیو کې پر نورو ډېرو ګټورو موادو سربېره په زیات شمېر کې پروټينونه او غوړ هم موجود دي، چې د انسان د بدن لپاره بېخي زیاته ګټه لري او ډېر ورته اړین دي.

۴- بادام

بادام د پروټينونو او A ویټامینونو د پیدا کولو تر ټولو معتبره مېوه ده. بادام د پوستکي او د سترګو د روغتیا لپاره هم ډېره ګټوره وچه مېوه ده.

پاس یاد شوي څلور ډوله خواړه او مېوې د انسان په بدن کې په ډېره لږه موده کې پروټينونه زیاتوي او په اسانۍ سره په بدن کې خپلې ګټې خوروي، چې د انسان بدن ورسره ډېر ښه کېږي او سالم پاتې کېږي.