هغه درمل چې مور ته د شیدو ورکولو پر مهال ضرر رسوي

ډېر داسی داروګان دی چی مورئې وماشوم ته دشیدوورکولوپرمهال استعمالوی، چې داسی دارودرمل شته چې غیرتصدیق شوی کمپنیانې ئې جوړوئ، نویشته یوشی وی اوپکښې بل شی وی، اویاکله همداسی وی چې کیفیت ئې ډېرټیټ وی، اوکله هم په صفرکی وی، چې داسی دارودرمل ومورته کاملاتاوان رسوی.
په عمومي ډول سره موردشیدوپرمهال ددردلپاره پراسټامول (Paracetamol) ای بروفین (Ibrufen)، تایروکسین (Thyroxine) اوهغه محلولونه چې دنفس تنګۍ ، یاعمومی انټی بایوټیک داټول هغه څیزونه دی چې مورئې دشیدوپرمهال استعمالولای شی اوبی ضرره دی.
کله چې داسی ښځه وډاکترته ورځی نومخکی لابایدوډاکترته خپل کیفیت بیان کی ترڅوډاکټرداسی دارودرمل ورکړی چی زیان وشیدوته ونه رسوئ؛ دبرطانې یوه اداره BNF(British National Formulary) تل دهغومیندولپاره چې وماشومانوته شیدې ورکوی پوره معلومات خپروی اودداسی میندولپاره ددارودرمل داستعمال لارښوونه کوی.
هغه مورچې شیدې ورکوی بایدنشیي توکی، سګریټ، اوالکحل استعمال نکړی
هرډول نشه چې مورئې کوی دامستقیماپرماشوم باندی ناوړه اغیزې کوی، دماشوم پرنموباندی، دهغه پرذهنیت باندی، دهغه لیاقت باندی اودهغه روغتیاباندی ژوره اغیزه اچوی، سګریټ اوچلم دماشوم دناڅاپه مرګ سبب ګرځئ، اوهمدارنګه تلپاتې نفس تنګې ورسره یوځای کیږی، دالکحل (شرابو) استعمال دماشوم پرعقلي، رواني اوروحی وده باندی ډیره ناوړه اغیزې کوی.