هغه عادتونه چې یخنۍ کې مو له ناروغېدو ژغوري

له درملنې کولو پاملرنه غوره ده، باید هر وخت هغه عادتونه خپل کړل شي چې د روغتیا لپاره ګټور ثابتیږي، په یخنۍ کې له بېلا بېلو ناروغیو ژغورل کیږو او ډاکټر ته د تللو اړتیا نه موندل کیږي.

د غوره روغتیا او له ناروغۍ څخه د ژغورلو لپاره لاندې عادتونه خپل کړئ!!

ویټامن ډي

د یوه روغتیایي راپور له مخې ویل شوي څوک چې هره ورځ د ټاکلې اندازې نه کم ویټامن ډي حاصلوي دده د هډوکو په وده کې کموالی، د زړه ناروغۍ ګواښ او د جنسي پیاوړتیا کمزورۍ سره مخ کیږي، څیړنې همدارنګه په دې خبره ټینګار کوي چې په ځانګړي ډول کوچنیانو ته مناسبه اندازه ویټامن ډي رسول اړین دي، ویټامن ډي له بېلا بېلو خوړو لکه د (هګۍ زیړ، ځمکۍ غوښه، تونا ماهي، د غوایه ځیګر) او د لمر وړانګو څخه حاصلیږي.

سبزي او میوه

شنه سبزي او تازه میوې بې شمېره ویټامینونه لري، چې د بدن هر ډوله کمښت بشپړوي او د بدن دفاعي سیستم پياوړی کوي چې انسان له ناروغېدو ژغوري، په ځانګړي ډول په دې سره د نزله او زکام سربېره د نورو ناروغیو په ژغورلو کې مرسته کوي.

ورزش

ویل کیږي په حرکت کې برکت دی، ورزش د هر عمر انسان لپاره اړین ګڼل کیږي، لږ تر لږه اوونۍ کې درې واره پیدل تګ، منډه، د فوټبال لوبه او داسې نور بېلا بېل ورزش کول مو بدن چست و چالاکه او روغ ساتي، د راپورونو له مخې د ورځې یوه شېبه ورزش مو د ټولې ورځې له سټریس/خپګان، او انفلاسیون څخه ساتي، په ورزش سره بدن کې هغه حجرې رغیږي کومې چې د ناروغۍ پر وړاندې خنډ جوړیږي چې انسان د نزله او زکام څخه ژغورلی شي.

مناسب خوب

ټاکلې اندازه خوب کولو سره د بېلا بېلو وایروسونو مخنیوی کیدلای شي، د یوه راپور له مخې هغه بالغ کسان چې تر دوه اوونیو لږ تر لږه تر ۸ ساعتو خوب کوي دوی د ناروغي راوستونکي وایروسونه دفاع په بریالۍ توګه کولای شي، دا ډول ۷ ساعته یا له دې هم کم خوب کونکو کې بیا دفاعي وړتیا ۳سلنه کمه لیدل کیږي.

ارامه او هوسا ووسۍ

یو شمېر څیړنو ثابته کړې چې ذهني فشار او خپګان ناروغیو سره دقیق تړاو لري، د خپګان له منځه وړلو لپاره د لمونځ پابندي، هره ورځ د قران کریم تلاوت، ورزش کول او اجتماعي ژوند تر ټولو اړینې نکتې دي.

شین چای

شین چای له پیړیو راهیسې استعمالیږي او یو شمېر روغتیایي ګټې لري، په شین چای کې د «فلیونائډز» ماده شتون لي چې په کې د لوړې کچې اکسایډ ضد ماده موندل کیږي او د روغتیا لپاره اړین وي، د یو شمېر مطالعو پر اساس د شین چای استعمال د وینې فشار سربېره د زړه ناروغۍ په مخنیوي کې هم ګټور ثابتیږي.