هغه عام عادتونه چې د ګردو د خرابوالي لامل کېږي

لکه څنګه چې موږ د خپل زړه ډېر خیال ساتو دغسې باید د بدن د نورو غړو د روغتیا خیال هم وساتو، ځکه چې زموږ د ژوند طرز او کړه وړه زموږ له روغتیا سره مستقیمه اړیکه لري او زموږ عادتونه زموږ د روغتیا عکاسي کوي.

 

که چېرته زموږ د ژوند ډول او عادتونه له روغتیا سره په ټکر کې وي او یا هغه ډول نه وي، چې ډاکترانو یې د روغ بدن لپاره خلکو ته سپارښتنې کوي، نو په بدن سربېره زموږ د بدن یو یو غړی اغېزمن کېږي او روغتیا مو خرابېږي.

 

دلته ځینې هغه عام عادتوه بیان شوي دي، چې له امله یې ستاسو ګردې خرابېږي او روغتیا مو زیانمنوي.

 

۱:- له اړتیا زیات پروټینونه استعمالول

د ورغتیا کارپوهان وايي، هغه پروټینونه چې د حیواناتو له غوښو او شیدو نه ترلاسه شوي وي، هغه پروټینونه په وینه کې اسیډونه زیاتوي او د اسیډونو زیاتوالی د ګردو د خرابوالي سبب کېږي.

 

ډاکټران وايي، چې په بدن کې پروټینونو د سبزیانو له خوراک نه هم ترلاسه کېږي او پکار نه ده، چې د پروټينونو د ترلاسه کېدو لپاره دې په زاته کچه غوښه او شیدې استعمال شي.

 

۲:- د مالګې زیات استعمال

هغه خواړه چې په زیاته کچه مالګه پکې استعمال شوې وي، دا خواړه ستاسو د وینې فشار لوړوي او د وینې د فشار د لوړېدو له امله ستاسو ګردې هم خرابېږي او بد اثر ورباندې کوي.

 

د ایټالیا سین ګیوواني روغتون د ډاکټرانو د مطالعاتو په پایله کې ویل شوي دي، چې د مالګې زیات استعمال د ګردو نسجونو باندې بده اغېزه کوي او په پایله کې په ګردو کې د تیږو د پیدا کېدو امکان زیاتوي.

 

۳:- د درد اراموونکو درملو زیات استعمال

 

ډېری وختونه موږ د سر درد پر وخت د درد اراموونکي درمل کاروو، خو له یادو درملو سره زموږ ګردې خرابېږي او روغتیا ته مو زیان رسېږي.

 

۴:- هغه خواړه چې په بېلابېلو مرحلو کې پخېږي

 

هغه خواړه لکه چپس چې په بېلابېلو مرحلو کې پښېږي، د ګردو لپاره زیان لري او باید چې په استعمال کې یې افراط ونشي، بلکې ډېر کم وخوړل شي.

کاپي…