هغه موضوعګانې، چې په بوډاتوب کې به یې هيله او ارمان درشي

۱ـ ولې کله مې، چې کولای شوای سفر وکړم، ومې نه کړ.

۲ـ ولې مې دوهمه ژبه هم زده نه کړه.

۳ـ ولې مې خپل وخت د یوې پای ته رسېدلې اړیکې لپاره بېځایه تېر کړ.

۴ـ ولې مې له خپل ځان څخه د لمر د وړانګو په وړاندې ستانه ونه کړه، تر څو یو روغ او ښکلی پوست ولرم.

۵ـ ولې د ډېریو کړنو له تر سره کولو ووېرېدم.

۶ـ ولې مې ورزش ته په خپلو کړنو کې لومړیتوب ورنه کړ.

۷ـ ولې مې ځان په ځینو رواجونو بوخت کړ.

۸ـ ولې له هغه کار څخه لاس په سر نه شوم، چې نه مې خوښېدو.

۹ـ ولې مې ډېره زده کړه ونه کړه.

۱۰ـ ولې مې باور ونکړ، چې ښکلی یم.

۱۱ـ ولې د مینه درسره لرم له ویلو ووېرېدم.

۱۲ـ ولې مې د مور او پلار لارښوونو ته پام ونه کړ.

۱۳ـ ولې ځان غوښتونکی وم.

۱۴ـ ولې تر دې کچې د نورو اندونه راته اړین وو.

۱۵ـ ولې د دې پرځای، چې خپلو هیلو ته فکر کړم، د نورو د هېلو په فکر کې وم.

۱۶ـ ولې مې خپل وخت د تېرو بدو خاطرو په یادولو تېر کړ او خپل وخت مې له لاسه ورکړ.

۱۷ـ ولې هغه کسان، چې راباندې ګران وو له ځانه مې خفه کړل.

۱۸ـ ولې مې له ځانه ساتنه یا دفاع ونه کړه.

۱۹ـ ولې د ځینو کړنو لپاره په خپل سر چمتو نه شوم.

۲۰ـ ولې مې خپلو غاښونو ته پاملرنه ونه کړه.

۲۱ـ ولې مې ډېر کار ترسره نه کړ.

۲۲ـ ولې مې پخلی زده نه کړ.

۲۳ـ ولې مې له خپل اوسني حال څخه خوند وانخست.

۲۴ـ ولې مې هڅه ونکړه هغه څه مې، چې پیل کړي پای ته یې ورسوم.

۲۵ـ ولې مې خپلې ملګرتیاوو ته دوام ورنه کړ.

۲۶ـ ولې مې له خپلو ماشومانو سره ډېرې لوبې ونه کړې.

۲۷ـ ولې یو خطر منونکی کس نه وم.

۲۸ـ ولې مې د خپلې پوهې د لوړولو او اړیکو لپاره هڅه ونه کړه.

۲۹ـ ولې په هر څه دومره ژر غوسه کېدم.

۳۰- ولې د یو ځل لپاره هم که کېدای شوای په مایکروفون کې د نورو کسانو په وړاندې ونه غږېدم.

ولې ولې او ولې………

ژباړه : احمدضيأ فضل