موبايل او انټرنيټ که څه هم زموږ مجلسونه را بې خونده کړي، خو په دغه برخه تاواني خلک يوازې موږ نه يوو، تر موږ بتر نور هم داسې هېوادونه شته چې موبايلونه يې پر خلکو حکومت کوي.
د دغو هېوادونو نومونه او درجهبندي له ۱۵۵مې درجې پیلېږي چې پنځهلسم مقام یې مکسیکو ګټلی.
هلته په اوسط ډول هر موبایل په میاشت کې ۷۴۰ مېګابایټه انټرنېټ کاروي.
المان د ۱،۲۱ ګېګا بایټه انټرنيټ په کارولو سره څوارلسم، کاناډا د ۱،۴۹۹ ګېګابایټه انټرنيټ په کارولو سره دیارلسم، اسټرالیا د ۱،۵۴ ګېګابایټه انټرنيټ په کارولو سره دوولسم، فرانسه د ۱،۶۲ ګېګابایټه انټرنيټ په کارولو سره یوولسم، بریټانیا د ۱،۸۴ ګېګابایټه انټرنيټ په کارولو سره لسم، جاپان د ۲،۲۲ ګېګابایټه انټرنيټ په کارولو سره نهم، ترکیه د ۲،۲۲ ګېګابایټه انټرنيټ په کارولو سره اتم، امریکا د ۲،۶۷ ګېګابایټه انټرنيټ په کارولو سره اووم، سویس د ۲،۷۱ ګېګابایټه انټرنيټ په کارولو سره شپږم، پولېنډ د ۳،۵۵ ګېګابایټه انټرنيټ په کارولو سره پنځم، جنوبي کوریا د ۳،۸۳ ګېګابایټه انټرنيټ په کارولو سره څلورم، سویډن د ۴،۳۸ ګېګابایټه انټرنيټ په کارولو سره درېیم، اترېش د ۶،۲۸ ګېګابایټه انټرنيټ په کارولو سره او فنلېنډ د ۱۰،۹۵ ګېګابایټه انټرنيټ په کارولو سره لومړی مقام لري.
سرخط ورځپاڼه